سیاست او دولت

د شانګهای همکاريو سازمان: باثباته او پرمختللی افغانستان د سيمې او نړۍ په ګټه دی

52 / 100

هيواد:د شانګهای د همکاريو سازمان په سر مشريزه غونډه کې يو ځل بيا ويل شوي، چې باثباته، پرمختللي او پر ځان بسيا افغانستان د سيمې او ټولې نړۍ په ګټه دي د غونډې ګډونوالو افغانستان کې موجود امنيت يو فرصت بللي او په خبره يې افغانستان کې امنيت کولي شي پر ټوله سيمه مثبت تاثيرات ولري.د شانګهاي د همکاريو سازمان د غړو هېوادونو سرمشريزه وړمه ورځ د يوې ګډې خبرپاڼې به خپرېدو سره پاي ته ورسېده. په دې غونډه کې، د روسيې ولسمشر د شانهګاي همکاريو سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعاليت له پيلېدو په ملاتړ وويل، چې د دغې ډلې د فعاليت پيل د افغانستان د وضعېت لا عادي کېدو ته ګټور دی. په ورته مهال، د تاجيکستان ولسمشر هم په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر ټينګښت ټينګار کوي. په دې غونډه کې روسيې، چين، هند، ايران، قزاقستان، قطر، عربي متحده اماراتو، پاکستان، تاجکستان، ازبيکستان، ترکيې او ځينو نورو هېوادونو برخه لرله. د يادونې وړ ده، چې بلاروس د لسم هېواد په توګه د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button