
د سېلاب ځپلو لاسنيوی؛ مشترک مسئوليت
په نړۍ کې د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو زموږ ګران هيواد هم خوندي نه دی پاتې، اوس هرکال د دوبي موسم کې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې طبيعي پېښې رامنځته کېږي، چې درانه مالي او ځاني زيانونه هم له ځان سره لري.
په نړۍ کې د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو زموږ ګران هيواد هم خوندي نه دی پاتې، اوس هرکال د دوبي موسم کې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې طبيعي پېښې رامنځته کېږي، چې درانه مالي او ځاني زيانونه هم له ځان سره لري.
وروستيو سېلابونو يوځل بيا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ناورينونه رامنځته کړي، وضعيت کړکېچن دی، د افغانستان اسلامي امارت، نړيوالو خيريه بنسټونو او زموږ خيرغوښتونکو او با احساسو هېوادوالو ته په کارده، چې له مصيبت ځپلو کورنيو سره د مرستو لپاره له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
له زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې څرنګوالی يوه اړينه مسئله ده، چې بايد ورته رسېدنه وشي، که څه هم د اسلامي امارت اړوند مرستندوی بنسټونه او کاري ټيمونه د دغه ناورين په لومړيو ساعتونو کې لاس په کار شول او له ټولو امکاناتو څخه په استفادې يې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره اړين اقدامات وکړل او د لومړنيو اړتياوو په برخه کې يې لازمې هڅې وکړې؛ خو دا کافي نه دي او بايد لا ډېر کار وشي تر څو د هېوادوالو دغه درد ته د خلکو په همغږۍ ځواب وويل شي.
د اسلامي امارت له لوري د لا ډېرو مرستو او همکاريو ترڅنګ نړيوال خيريه بنسټونه هم بايد په دغه سخت حالت کې بشري مرستې ونه سپموي. دغه راز شتمن هيوادوال هم بايد خپله برخه مسئوليت ترسره کړي او د هېواد په هر ولايت کې دې له سېلاب ځپلو سره د مرستې د راټولولو کمپاين پيل شي، ترڅو د خلکو په مرسته د زيانمنو شويو هيوادوالو د دردونو درملنه وشي او د سوداګرو او شتمنو خلکو پام ورته راواړول شي.
د مرستو په جريان کې بايد لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي، مانا دا چې په لومړي قدم کې بايد د پاکو اوبو، خوراکي توکو، درملو او د بيړنۍ سرپناه غم وخوړل شي، ځکه په دغسې حالاتو کې پاکو اوبو، معياري خوړو او درملو ته د نه لاس رسي له امله د يو لړ سختو او وبايي ناروغيو د خپرېدو امکانات هم ډېرېږې، چې يو بل ناورين له ځان سره راوړي.
له هغه وروسته بايد اسلامي امارت او نړيوال بشري نهادونه په ګډه او په همغږي ډول د زيانمنو کورنيو لپاره د داسې اساسي سرپناه غم وخوري، چې په راتلونکي کې ددغه ډول ناوړه پېښو مخنيوی وشي. اسلامي امارت بايد هغو کورنيو ته چې د امکاناتو او ځمکې د نشتون له امله تر خطر لاندې سيمو کې اوسېږي، په مناسب ځای کې د استوګنې امکانات برابر کړي.