سرلیکنې

د سېلاب ځپلو لاسنيوی؛ مشترک مسئوليت!

طبيعي پېښې چاته له پېښېدو د مخه خبر نه ورکوي او د سترګو په رپ کې د سېلابونو، زلزلو او توپانونو په بڼه راڅرګندېږي او پر ځاني تلفاتو سربېره پراخې ویجاړۍ هم رامنځ ته کوي. که څه هم حکومت یا ملت نه شي کولای چې سل سلنه اوښتي زيانونه جبران کړي، خو د خپل توان په اندازه باید عاجلې لاس نیوونکې مرستې وشي، ځکه په دې پېښو کې داسې قربانیان هم وي چې د کور په ګډون یې خپله ټوله هستي او شتمني له لاسه ورکړې وي.

طبيعي پېښې چاته له پېښېدو د مخه خبر نه ورکوي او د سترګو په رپ کې د سېلابونو، زلزلو او توپانونو په بڼه راڅرګندېږي او پر ځاني تلفاتو سربېره پراخې ویجاړۍ هم رامنځ ته کوي. که څه هم حکومت یا ملت نه شي کولای چې سل سلنه اوښتي زيانونه جبران کړي، خو د خپل توان په اندازه باید عاجلې لاس نیوونکې مرستې وشي، ځکه په دې پېښو کې داسې قربانیان هم وي چې د کور په ګډون یې خپله ټوله هستي او شتمني له لاسه ورکړې وي.

په دغسې حالاتو کې حکومت، ملت او نړیوال خیریه بنسټونه ګډ مسئوليت لري، چې له دوی سره په وخت مرستې وکړي، له مصیبت ځپلو سره عاجلې مرستې داسې مثال لري، لکه یو ټپي چې وینې یې له بدن څخه روانې وي ، د ده د ژوند د بچ کېدو په خاطریې د وینې په بندېدوکې مرسته ورسره وشي.

 د روان کال د ثور میاشتې په وروستيو کې د هيواد په ځينو ولايتونو، په ځانګړي ډول بغلان اوغور کې داسي سېلابونه راغلل چې په تاريخ کې بې ساري وو او له امله يې سلګونه کسان شهیدان شول، ګڼ کلي په بشپړه توګه له منځه ولاړل او ترڅنګ یې په زرګونو هکتاره ځمکې هم تر اوبو لاندې او حاصلات یې له منځه ولاړل.

له نېکه مرغه چې اسلامي امارت په عاجل ډول لاس په کار شو او د دغه ناورین قربانیانو ته یې په خپل وخت عاجلې مرستې پیل کړې، چې اوس هم دوام لري. د نورو مرستو ترڅنګ یو روغتیایی مرکز هم د پېښو ځپلو لپاره جوړ شو، چې په خپله د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد یې له فعالیتونو لیدنه کتنه وکړه، نه یوازې دعامې روغتیا وزیر د پېښې ځای ته سفر وکړ، بلکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر هم بغلان ته ولاړ او د هر شهید له کورنۍ سره یې له دولتي بودجې څخه سل زره افغانۍ نقدي مرسته وکړه. د دې ترڅنګ خیریه بنسټونو هم مټې را ونغښتې او د بغلان ولایت له مصیبت ځپلوسره یې د خوراکي توکو او درملو بېړنۍ مرستې وکړې .

د ثور د ۲۱مې نېټې د توپاني بارانونو له وجې نه یوازې بغلان، بلکې د تخار، کندز، فاریاب او غور ولایتونه هم قسماً زیانمن شول ،خو له ټولو زیات د بغلان ولایت او په هغه کې د بورکې اونهرین ولسوالۍ وځپل شوې .

د کارپوهانو په وینا د اقلیم د بدلون له وجې د نړۍ په هره برخه کې حیرانوونکې توپاني پېښې را منځ ته کېږي او د اقلیم د بدلون عاملین هغه هېوادونه ګڼلی شو، چې صنعتي فعالیتونه او د فابریکو دودونه یې پر هوا او اقلیم دومره ناوړه اغېزې شیندلې وي چې د ځمکې  کرې د ګرموالي سبب شوې وي ،خو افغانستان داسې یو هيواد دی چې د نړیوال اقلیم د بدلون عوامل نه په کې لیدل کېږي ،خو د اقلیم د بدلون له امله د ناوړه پېښوقرباني کېږي .

په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ګڼې طبيعي پېښې رامنځته شوې،چې اسلامي امارت په خپل ټول توان د مرستو رسولو په ذریعه مبارزه ورسره وکړه . تېرکال د هرات ولایت له مصیبت ځپلو سره نه یوازې لومړنۍ لوژستیکي مرستې وشوې، بلکې د دوی د سرپناه لپاره هم داسې تابیا ونیول شوه چې اوس هم کار پرې روان دی چې دا ښيګڼه اوملت پالنه د افغانستان په تاریخ کې سابقه نه لري ، همدارنګه د ۱۴۰۱ کال د سرطان په لومړۍ نېټه په خوست ، پکتیا او پکتیکا کې هم د ریکتر په کچه ۱/۶ درجې زلزلې زیات ځاني اومالي زیانونه واړول چې له قربانیانوسره یې په پوره اخلاص مرسته وشوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button