
د سپټمبر ۱۱مه؛ د امریکا لخوا د اسلامي خاورو د ښکېلاک پلمه
پوره ۲۳کاله وړاندې پر همدې ورځ یعنې د سپټمبر پر یوولسمه د امریکا له ځینو مهمو ادارو لکه له نړیوال سوداګریز مرکز، د امریکا د دفاع وزارت له ودانۍ او له ځینو نورو مرکزونو او ادارو سره الوتکې وجنګېدلې او په ټوله نړۍ کې دغې پېښې یوه لویه غوغا جوړه کړه. امریکايي مستکبرینو مخکې له دې چې څېړنه وکړي او د پېښې جرړې پیدا کړي؛ سمدستي یې د یادې پېښې پړه پر مسلمانانو او په ځانګړې توګه په افغانستان ور واچوله او د غچ اخیستلو اعلان یې وکړ. په داسې حال کې چې د سپټمبر ۱۱مه هغه پېښه ده، چې لا تر اوسه یې په اړه ډېرې پوښتنې نه دي ځواب شوې او حتی داسې شکونه هم شته،چې په دې پېښه کې خپله امریکايي استخباراتي حلقې دخیلې وې.
د سپټمبر ۱۱مه په معاصر تاریخ کې یوه مهمه پېښه او د عطف نېټه ګڼل کېږي. له یوه اړخه امریکا تر سړې جګړې وروسته او د شوروي اتحاد او کمونېزم تر ماتې وروسته کوم څرګند او ښکاره دښمن نه درلود او یاد حالت د امریکا پوځونه او پوځي ادارې د لټۍ خوا ته بېولې او حتی د امریکا د داخلي شخړو لامل ګرځېدلی شوی. له بل اړخه امریکا تر اسلامي خاورو پرته پر نوره ټوله نړۍ امریکايي برتري، پانګه وال اقتصادي نظام او لبرال ډیموکراسي تپلۍ وه او په دې برخه کې یوازې د اسلامي خاورې ځينې هېوادونه او په ځانګړې توګه افغانستان و، چې نه یې د امریکا برتري منلې وه، نه یې حکومتونه د لبرال ډیموکراسي پر بنسټ مخته تلل او نه یې ټولنیز ژوند د لبرال ازادۍ پر بنسټ چلېده. دا حالت د امریکا لپاره یوه اندېښنه وه او په اوږدمهالې توګه د امریکا د هژمونتیا لپاره یو خطر ګڼل کېده. له همدې امله امریکا او غرب له یادې پېښې خورا لویه استفاده وکړه. همدا پېښه د دې پلمه وګرځېدله چې غرب د امریکا په رهبرۍ د اسلامي خاورو ښکېلاک ته حشر وکړي او حتی په دې برخه کې یې د اسلامي خاورو ځینې مزدور او پلورل شوي مشران هم ورګډ کړل لومړۍ یې افغانستان اشغال کړ، وروسته عراق او ځینې نور اسلامي هېوادونه.
غرب او امریکا د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې خپلې ناولې جګړې ته د ((ترورېزم پر وړاندې د جګړې)) سرلیک ورکړ. په داسې حال کې چې د دوی جګړه د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې پیل کړې وه. په دې اړه د امریکا د هغه وخت ولسمشر بوش په ډاګه ویلي وو چې دا جګړه د صلیبي جګړو پاتې سلسله او دوام دی. امریکا او غرب په خپله پیل شوې جګړه کې داسې هیله درلوده چې په اسلامي خاورو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې به د اسلام ډېوه تته او مړه کړي، نور به څوک د اسلام او مسلمانانو نوم نه اخلي او دغه سیمه به په دایمي توګه د امریکا تر ښکېلاک لاندې وي او ځمکه، طبیعي سرچینې او هوا به یې د امریکا او غرب په خدمت کې وي، مګر د الله سبحانه وتعالی پلان بل څه وو. د امریکا په ښکېلاک سره د غرب او امریکا پر وړاندې د مسلمانانو نفرت نور هم زیات شو، مسلمانان نور هم خپل دین، عقیدې او اسلامي ارزښتونو ته متوجه شول او د مسلمانانو په زړونو کې د ایمان ډېوې نورې هم روښانه شوې او بلاخره تر شل کلنې جګړې او وحشتونو وروسته د الله تعالی په مرسته او د افغانانو د جهاد په نتیجه کې نامراده او سرټيټې له افغانستان څخه وتښتېدل.
امین الله احساس