سرلیکنې

د سپټامبر یوولسمه

د سپټامبر یوولسمه دافغانستان په تاریخ کې هغه توره ورځ ده چې افغانان به یې هېڅکله هم له یاده ونه باسي .له نن څخه دوه ویشت کاله وړاندې د(۲۰۰۱) م کال د سپټامبرپه یوولسمه  د یوې جعلي دسیسې په پایله کې چې په امریکا کې رامنځ ته شوه او د پړې ګوته یې په افغانستان کې مېشت عرب مېلمه اسامه بن لادن ته ونیول شوه ، دغه تروریستی برید چې ددوو هوایې جهازونو په وسیله ترسره شو، یوه طیاره یې د پنتاګون په لور او بله طیاره یې د جروف هار په لور چې د نړیوالو تجارانو له خوا په کې دوه د نګې ودانۍ چې یوسل او یوولس منزله یې درلودل، او له طیارې سره د ټکر په پایله کې راونړیدې او د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو درې زره درې سوه اتباع په کې مړه اوله منځه ولاړل، یوه جعلي او پلان شوي دسيسه وه چې د امریکا جمهور رئیس جورج بوش یې پر افغانستان دیرغل په پلمه دیوه طرحه شوی پلان له مخې د امریکا په مشرۍ له ناټو ائتلاف سره یوځای زموږ په هیواد یرغل وکړ. که څه هم پر قندهار یې لومړنۍ هوایې حمله له ماتې سره مخ شوه ،خو وروسته یې ځینو افغاني ایجنټانو د ځمکني  پوځ دنده په غاړه واخیسته او د زهري وسلو په کارولو سره یې افغاني مجاهدینو د عقب نشينۍ تاکتیک غوره او د یوه چریکي اوږده جنګ تابیه یې ونیوله. افغانستان اشغال کړ اویو مزدور حکومت یې رامنځ ته کړ چې حامد کرزي یې مشري کوله. یوه بې واکه متزلزله اوکم زورې اداره وه چې دیوه ولسوال د تغیر  او تبدیل صلاحیت یې هم نه درلود. په بلخ کې عطا محمد نور، په جوزجان کې دوستم ،په قندهار کې جنرال رازق، په بامیانو کې کریم خلیلی او محمد محقق، په ننګرهار کې حاجی ظاهر، په کابل کې فهیم او  عبدالله او د کابل په ختیځ کې تره خیل  او الله ګل مجاهد یې واکمني کوله او دچارواکو ټاکل یې د امریکایې مشاورینو اویونا ما له لوري ترسره کیدل. افغان ملت يې له رنګارنګ بدبختیو او کړاوو نو سره مخ کړی ؤ، د هر ولایت چارې د بېلابېلو هیوادونو د P R T ټیمونو له خوا اداره کېدې، د مجاهدینو چریکې حملو امریکایې اود ناټو ځواکونه له ستونزو سره مخ کړل ، جګړه تر شلو کلونو وغځېده او مجاهدین ورځ تر بلې پیاوړي کېدل چې بالاخره د امریکا د هغه وخت جمهور رئیس او پنتاګون په افغانستان کې پخپله ماته اعتراف وکړ او دغه جګړه یې د امریکا په تاریخ کې له ټولو اوږده جګړه وبلله او د 1400   لمریز کال د وږي په  نهمه نیټه زموږ له هیواده تېښتې ته اړشول او ټیټ سرونه له افغانستان څخه ووتل او د یوې پيړۍ په لړکې افغاني مجاهدینو وکړای شول دریو سترو امپراتوریو ته ماته ورکړي او د امپراتوریو د قبرستان ویاړ یې خپل کړ. دغه ویاړ او آزادي دې افغانانو ته مبارک وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button