
د سپين زر دولتي شرکت د توليد وړتيا مخ پر زياتېدو ده
په کندز کې سپين زر دولتي شرکت د اسلامي امارت په بريا سره بيا فعال شو او اوسمهال نهه ډوله توکي توليدوي.د دې دولتي شرکت عملياتي مرستيال انجنير ناهيد فرخاري د باختر آژانس خبريال ته ويلي، چې دوى خپل زياتره محصولات په کورنيو بازارونوکې پلوري او اوسمهال دغه شرکت نهه ډوله بېلابېل توکي توليدوي.فرخاري زياته کړه، چې د دغه شرکت توليدات د ښه کيفيت له امله يو شمېر يې نړيوالو بازارونو ته هم صادرېږي.د ده په وينا: د دې شرکت په بيا پرانيستلو سره، په تدريجي ډول د هغه ټول وسايل بيا رغول شوي او يا نوي شوي، چې د لوړ توليد وړتيا لري.ورته مهال د کندز ښاريان وايي، چې تل د سپين زر شرکت له محصولاتو استفاده کوي.د کندز ښار اوسېدونکي عبدالحميد وايي، چې د دې شرکت توليدات ښه کيفيت لري او تل ترې ګټه اخلي. د کندز يو بل اوسېدونکي احمدالله له خلکو وغوښتل، چې د سپين زر شرکت له توليداتو څخه په ګټې اخيستو سره له دغه کورني شرکت څخه ملاتړ وکړي.