سرلیکنې

د سپتمبر یوولسمې له پېښې څه زده کولی شو؟

۲۲ کاله مخکې د ۲۰۰۱ میلادي کال سپتمبر په یوولسمه چې د امریکې پر سوداګریز مرکز کوم بریدونه وشول، ظاهراً یې امریکایانو ته د شور، فریاد او مظلومیت یو څه پلمه په لاس ورکړه او په دې ډول یې یاد بریدونه القاعده تنظیم پورې وتړل، بیا یې هر هغه مسلمان چې دوی ته ناخوښه و، القاعده غړی وباله او دا شان یې د ګردې اسلامي نړۍ پر خلاف د مخالفت او دښمنۍ اعلان وکړ. البته په دې لړ کې امریکایانو ته افغانستان بیا تر ټولو ډېره اسانه او پسته مړۍ ښکاره شو چې د ډېرو نارو، سورو او لمسونو پرمټ یې بیا ځان سره ګڼ نور هېوادونه هم ملګري او د ترهګرۍ ځپلو په نامه یې تقریباً د پنځوسو هېوادونو یو ستر لښکر چمتو او د یو شمېر کورنیو غدارانو او وطن پلورونکو په ملګرتیا یې زموږ پر هېواد یرغلګر وکړ. د امریکایي يرغل په نتیجه کې که څه هم د ټول غربي ایتلاف د کبرو غرور ښکر مات شول خو ښکاره ده چې افغان ولس ته هم درانه زیانونه په کې ورسېدل، د صلیبیانو د همدې شکل کلن اشغال په اوږدو کې لکونه افغانان په شهادت ورسېدل او لس ګونه زره معیوب، اسیران او کونډې، یتیمان را پاتې شول. خو له ظاهري او مادي زیانونو ورها خوا ډېر خطرناک یې هغه معنوي فساد ګڼلی شو کوم چې موږ به لا هم تر ډېرو کلونو ور سره لاس ګرېوان یو. دا د غرب په مکرجن تبلیغاتي ماشین سره زموږ د میلیونو ځوانانو فکري تباهي او همدارنګه څلورو میلیونو معتاد کېدل دي چې زموږ د مسلمانې ټولنې لپاره یې خورا لوی سرخوږی جوړ کړی دی. دغه راز زموږ لپاره د نوموړي یرغل یو بل منيی اغېز دا هم دی چې په یاده شل کلنه زمانه کې د پردیو پرمټ زموږ په هېواد کې د ګاونډیانو لپاره هم د لاس وهنو پوره ازادي ورکړل شوې وه. هغوی کولی شول چې دلته هم مادي ګټې ترلاسه کړي  او هم فکري او کلتوري فعالیتونو ته په خلاص مټ دوام ورکړي. په دې معنی چې زموږ هېواد د هغوی د ناکاره مصنوعاتو او پیداوارو لپاره هم په زړه پورې مارکیټ و او هم یې د فرهنګ خپرولو لپاره بې بندیزه ټولنه. لنډه دا چې نړیوالو زبر ځواکونو د تېر یرغل پر وړاندې د افغان مؤمن او مېړني ملت د بې ساري ثبات په وجه عملاً او په واقعي توګه ګردو نړیوالو ته ډېره ښه معلومه شوه چې دا ولس څه ډول حیثیت لري او د جنګ، جګړو او مقاومت څومره حوصله. نړیوالو ولیدل چې افغانانو د ګردې کبرجنې نړۍ څومره اخطارونو او جدي غوښتنوته د «نه» ځواب ورکړ، نه یې کوم پردیسی مسلمان لاس تړلی په لاس ورکړ، نه یې د هغوی کوم بل فرمایش ومانه او نه یې د هغوی زورو ځواک ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل. په دې توګه زموږ راتلونکي نسل ته هم دغه مېړنی دریځ د یو ژوندي درس په حیث ورپاتې شو او هم دا چې په نړۍ کې د هر زورو او کبرجن لپاره داسې یو لوی عبرت وګرځېد چې ښایي بیا هېڅوک د یو دغسې سرښندونکي ملت ارزښتونو ته په سپکه ونه ګوري. سر بېره پردې خپله زموږ لپاره بیا تر ټولو مهم سبق دا شو چې خپل ګاونډیان مو ډېرښه وپېژندل او د هغوی ارادې او نیتونه ښه راته څرګند شول. موږ ولیدل چې د امریکې د پخواني واکمن بوش له غږ سره سم زموږ مسلمانو ګاونډیانو څومره په اخلاص یرغلګرو ته خپله ځمکه او فضا په واک کې ورکړه او څنګه یې زموږ د څلوېښت میلیون وګړو د تباهۍ، بدمرغۍ او اشغال په سر څو ناچیزه ډالرو ته ترجیح ورکړه او په ښکاره یې ترڅنګه ودرېدل. اوس موږ خپل ګاونډیان ډېر ښه پېرندلي، نور به د همدغې تجربې په رڼا کې خپلې راتلونکي تګلارې ټاکو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button