اقتصاد

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست نورالدين عزيزې :هوايي دهلېزونه مو د صادراتو له ډېرېدو سره مرسته کوي

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي: هوايي دهلېزونه د هېواد د صادراتو د زياتوالي لپاره اړين دي او د پوره پراختيا او آسانتيا لپاره به هوايي دهليزونو ته وده ورکړل شي.د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست نورالدين عزيزې څرګنده کړې؛ ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شوي او دغه وزارت په هېواد کې د بيو راټيټولو او کنټرول لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلي.د سوداګرۍ او صنايعو وزير نورالدين عزيزي ويلي: د افغانستان د نساجۍ پر صنايعو د پانګونې او بيارغونې له لارې به له يوې خوا پر ځان بسياينې ته لاره اواره او له بلې خوا په هېواد کې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.نورالدين عزيزي زياته کړې: دا مهال افغانستان په دوه پنځوس سکتورونو کې پر ځان بسياينې او په پنځلس نورو سکتورونو کې نيمه ځان بسياينې ته نږدې شوي دي.دا مهال د ځمکې او هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان غالۍ، زعفران، پوستکي، تازه او وچه ميوه صادريږي.اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان د صنعتي کولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتيا ده، چې دا هېواد پر ځان بسيا او صادرات يې له واردتو ډېر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button