
ټولنه او کلتور
د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د کب میاشتې تر 14مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 29403سوالګر راټول شوي دي.
د راټولو شویو سوالګرو له جملې 12459ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 5789مستحقې او 6670بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.3924نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1250مستحق ګڼل شوي او 2674بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو 29403سوالګرو کې 13020ماشومان دي چې له ډلې یې 4534مستحق، 8415حرفوي او 71بیا بې سرپرسته ماشومان پېژندل شوي.بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.