
نهمه برخه
وحيد الله عمر المدني
د څښاک په اړه د نبي کريم ﷺ ځانګړې طريقه
په مخکينيو برخو کې مو د څښاک په اړه لنډ معلو مات وړاندې کړل په دي برخه کې به د الله رب العزت په فضل او مدد سره د څښاک په اړه نبوي طريقه په مفصله توګه وړاندې کړم.
– يخ خوږ څيز سنت دی.(ترمذي11,2)
يخې اوبه او شات چې سره ګډشي او بيا وڅښل شي او يا هم د اوبو شربت جوړ شي او وڅښل شي.
د نبي کريم ﷺ لپاره به د سفا مقام نه اوبه راغوښتل کيدې چې له مدينې د دوو ورځو په فاصله کې دي.(مشکوة ص 371)
د رسول الله ﷺ لپاره به په زړه مشکيزه کې اوبه يخولې شوې له دې نه معلومه شوه چې د اوبو ديخولو لپاره د واورې(يخ) استعمال د سنتو خلاف نه دی بلکې موافق اوبهتر دی (سيرت خير العباد371,7)
– زړې يخې اوبه سنت دي له دې نه معلومه شوه چې د شپې زړې اوبه څښل په نسبت د تازه اوبو بهترې اوسنت دي(بخاري 840,2)
دامام مالک رح فرمان: امام مالک رح به خپلو زامنو ته ويل اې بچو اوبه يخولو نه پس وڅښئ ځکه چې د يخو اوبو په څښلو سره له زړه نه شکر اداء کيږي.(مدارج 15,2)
د مشروباتو سردار: رسول الله ﷺ وفرمايل چې په دنيا او آخرت کې د مشروباتو سردار اوبه دي.(کنز الاعمال211,19)
– اوبه خوشبويه کول مذموم دي.(فتح الباري 74,10)
– له شاتو (عسلو) سره ګډې کړای شوې اوبه څکل سنت دي نبي کريم ﷺبه په اوبو کې شات اچول او څښل به يې .(مدارج النبوة 65,15)
– په نهاره له شاتو سره ګډې شوې اوبه څښل سنت دي.(مدارج النبوة ص 16)
– له خوراک نه پس سمدستي اوبه څکل د سنتو خلاف دي نبي کريم ﷺ به د خوراک نه پس سمدستي اوبه نه څکلې.(مدارج النبوة ص 17)
– د شيدو (شير) نه پس خوله کنګالول سنت دي.
له دريو شيانو هديه نشي واپس کولی
۱-شيدې
۲-تکيه (بالښت)
۳-تېل
د اوبو څکلو مسنونه طريقه: اوبه په سنت طريقه بايد څنګه وڅښل شي په دي اړه جناب رسول الله ﷺ فرمايي اوبه په روولو (چوش کردن) سره څکل سنت دي او تويول يې د سنتو خلاف دي او په دريو ساګانو څښل يې سنت دي.
په غړپ غړپ سره (بغير له سا اخيستو يا ژر ژر څکل )اوبه څکل د سنتو خلاف دي.(جمع الوسائل ص 253).
– اوبه په دريو ساګانو څکل سنت دي.(ترمذي 10,2)
رسول الله ﷺ به سا په لوښي کې نه اخيستله بلکې د لوښي نه به يې خوله مبارکه اخوا کوله .(جمع الوسائل 253)
– په لوښي کې سا اخيستل د سنتو خلاف دي.(بخاري 841,2)
– په يوه سا اوبه څښل د سنتو خلاف دي او په دوو ساګانو د اوبو څکلو اجازت شته.)ترمذي 11,2)
– په هره سا کې الحمدلله ويل سنت دي.(جمع الوسائل 259,2)
– رسول الله ﷺ به په دريو ساګانو اوبه څکلې اوپه شروع کې به يي بسم الله او په آخر کې به يي الحمدلله ويل.(مجمع الزوائد 84,4)
– کله هم چې کوم کس اوبه نورو کسانو ته ورکوي نو هغه داوبو ورکوونکي کس بايد په آخر کې اوبه وڅښي په مجمع الزوائد کې راغلي چې د څښونکي نمبر په آخر کې سنت دي.
– په ولاړه اوبه څکل د سنتو خلاف دي.(مسلم173,2)
– خو د زم زم په اوبو کې په ولاړه باندې اوبه څکل سنت دي.(مسلم174,2)
– اوبو ته پوکي ورکول د سنتو خلاف دي.(سيرت الشامي 77,7)
د څښلو د لوښي بيان: رسول الله ﷺ فرمايي چې د سروزرو او سپينوزرو په لوښي کې څکل حرام دي.(مسلم187,2)
– له رسول الله ﷺ سره يوه پياله وه چې په هغې کې د چاندې پتري لګيدلې وه دا پياله خالص د لرګي او په زيړ رنګ کې وه او د شمشاد ونې له لرګي جوړه شوې وه.(حاشيه بخاري ص 842)
– د لرګي پياله سنت ده (جمع الوسائل ص 148)
– د شيشې پياله سنت ده رسول الله ﷺ سره د شيشې پياله وه چې په هغې کي به رسول الله ﷺ اوبه څکلې .(ابن ماجه 264,2)
د اوبو څکلو دعاګانې : رسول الله ﷺ به اوبه په دريو ساګانو څکلې او په هره يوه سا به يې الحمدلله ويل او په اخر کې به يې شکر اداء کولو.(ابن سني ص 471)
رسول الله ﷺ به چې کله اوبه وڅکلې نو دا دعا به يي ويله.(الحمدلله الذي سقاناعذْباً فُراتاً برحمتِهِ وَلم يجْعلْ مِلْحًا اجاجًا بِذنوبِنا(
نور بيا …