دینی لیکنې

د سنتو پيروي کول

لسمه برخه

لسمه برخه

وحيد الله عمر المدني

د لباس متعلق د رسول الله ﷺ د ژوند طريقې، په دې برخه کې به انشاءالله د رسول الله ﷺ د کاليو متعلق لينکه وشي چې رسول الله ﷺ په کومه طريقه کالي اغوستل د کومو کاليو استعمالول بهتر او په کوم وخت کې به يې قيمتي کالي استعمالول.

رسول الله ﷺ فرمايي بايد داسې لباس وکارول شي چې هغه ته بې وقوف په سپک نظر ونه ګوري او شريف خلک يې عيب دار ونه ګڼي.(مجمع 138,5)

په لباس کې ساده ګي په کار ده نبي کريم ﷺ فرمايي ساده لباس د ايمان علامه ده.(ترغيب108,3)

په بل ځای کې داسې فرمايي چې الله تعالی ﷻ داسې ساده مزاج والا خوښوي چې د هغه هېڅ پروا نه وي چې څه يي اچولي دي.(ترغيب 195,3)

کرتا اچول سنت دي : رسول الله ﷺ ته په ټولو لباسونو کې خوښ لباس کرتا وه.(شمائل 5)

د تار کرته سنت ده: حضرت ام المؤمنين عايشه الصديقه رض فرمايي چې نبي کريم ﷺ له دنيا نه تشريف يووړو له نبي کريم ﷺ سره د تار کرته وه.(سيرت خير العباد 148,7)

د کرتې مسنون اوږوالی: د نبي کريم ﷺ کرته زياته اوږده نه وه او نه يې لستوڼي زيات اوږده وو.(ابن ماجه 249,2)

-د رسول الله ﷺ لستوڼي به تر مړوندو پورې وو.(سيرت خير العباد 462,7).

-په کرته کې سنت دا دي چې مړوندو پورې وي مثلاً په چُغه کې له دې نه زيات له ګوتو نه اوږدول سنت دي.

-د نبي کريم ﷺ د قميص مبارک ګريوان د سينې پر ځای و او هم دا د قميص سنت دی.(عمدة القاري 303,21)

-نبي کريم ﷺ يوه کرته جوړه کړې وه چې د ټک تڼو والا وه.

-نبي کريم ﷺ چې به کله کرته اچوله نو اول به يې په ښي طرف اچوله )مشکوة ص 374)

– په کاليو کې عيش او عشرت پرېښودل سنت دي.(مجمع 139,5)

قيمتي کالي اچول: مالک ذازان رض د نبي کريم ﷺ په خدمت کې يوه قيمتي چله هديه کړې وه چې دا چله هغه د يوسل او  133 اوښانو په بدله کې اخيستې وه  دا رسول الله ﷺ قبوله کړه .

قيمتي جوړه به نبي کريم ﷺ په خاص موقع مثلاً د وفدونو و غيره راتلو يا د اخترونو يا د جمعې په ورځ اچوله.(زاد المعاد ص 51)

غوره کالي:

نبي کريم ﷺ وفرمايل چې له ټولونه غوره لباس چې په هغه کې تاسو په قبرونو يا په جماعتونو کې ملاقات وکړئ هغه سپين کالي دي.(ابن ماجه)

نبي کريم ﷺ وفرمايل چې الله تعالی ﷺ جنت سپين جوړ کړی او هم سپين رنګ الله تعالیﷻ ته خوښ دی.(مجمع 131,5)

حضرت ابوذر رض فرمايي چې زه د نبي کريم ﷺ په خدمت کې حاضر شوم نو هغوی مې په سپينو کاليو کې وليدل (بخاري 868,2)

منع شوي کالي:

رسول الله ﷺ کوم کالي منعه فرمايلي عبارت دي له

  • تصوير والا کالي اچول د سنتو خلاف دي.(مشکوة ص375)
  • نبي کريم ﷺ لعنت ويلی په هغو سړو چې له ښځو سره او په هغو ښځو چې سړو سره ورته والی اختياروي. (بخاري 874,2)
  • رسول الله ﷺ د اغيارو له لباس نه منعه فرمايله ده.(مشکوة ص 374)
  • حضرت علي رض فرمايي چې ما نبي کريم ﷺ وليدو چې په راسته لاس کې يې د وريښموکالي او په چپ لاس کې يې سره زر وه او فرمايل يې چې دا دواړه حرام دي زما د امت په سړو باندې.(ترغيب 96,3)
  • د مخلوط وريښمني کاليو اجازت شته خو چې وريښم يې کم وي.(مشکوة ص 277)
  • په کاليو کې د سړو لپاره د سور رنګ استعمال د سنتو خلاف دی نبي کريم ﷺ وفرمايل خبر دار سور رنګ مه استعمالوئ دا دشيطان خوښ رنګ دی(مجمع133,5)
  • نبي کريم ﷺ وفرمايل چې زه سور او زېړ رنګ نه استعمالوم.(مشکوة 375)
  • د شهرت جامې د جهنم باعث دي.

چُغه سنت ده: رسول الله ﷺ تشريف راوړلو او په رسول الله ﷺ يې د صوف (وړۍ) چغه وه چې د هغې لستوڼي واړه وو.(ابن ماجه 292,2)

  • د حضرت عمر فاروق رض روايت دی چې ما په رسول الله ﷺ رومي چغه وليده.(مسند ابو يعلي)
  • -نبي کريم ﷺ به د سفر په حالت کې د تنګو لستوڼو والا چغه اچوله.(بخاري 863,2)
  • رسول الله ﷺ په برنس او څادر کې لمونځ ورکړ چې په هغې کې دواړه لاسونه د ننه وو برنس يوه غټه ټوپۍ ده چې له چغې سره ميلاو شوي وي او په يخنۍ کې استعمالېږي .(عمدة القاري 433,7)

د رسول الله ﷺ  د څادرونو بيان

اوږد څادر سنت دی: رسول الله ﷺ ته په کپړو کې د يمن (د يو ملک نوم دی) نقشداره څادرونه زيات خوښ وو.(بخاري 865,2)

-نبي کريم ﷺ سره د وړۍ څادرونه وو چې په شپږ يا اوو درهمو اخيستل شوي وو.(ترغيب  ص 180)

-کرښو والا څادر سنت دی نبي کريم ﷺ په کرښو والا څادر کې ليدل شوی دی.(شرح مواهب 15,5)

د جالۍ څادر سنت دی: نبي کريم ﷺ د کرښو والا زېړ څادر کې وليدل شو چې د هغې د غاړو جالۍ په قدمونو مبارکو باندې وې.(سيرت خير العباد 479,7)

  • نبي کريم ﷺ د سحر لمونځ کولو او سپين څادر يې په سر و.(سيرت خير العباد 478,7)
  • تور څادر سنت دی: نبي کريم ﷺ صلوة استسقاء وکړ او د رسول الله ﷺ تور څادر په سر و.(سيرت خير العباد 7,493)
  • د نبي کريم ﷺ څادر او پټکی په زعفراني رنګ کې وليدل شو.(سيرت خير العباد 493,7)
  • د څادر يو طرف په سر اچول سنت دي.(بخاري 468,2)
  • پيوند شوی څادر سنت دی.(ترغيب 108,3)
  • څادر د انبياوو سنت دی.(سيرت خير العباد455,7)

د څادر پسرولو ممنوعه طريقه: څادر داسې په سر کول چې دواړه غاړې په دواړو اوږو  راشي منع دی ښه خبره دا ده چې راسته طرف په چپه طرف واچول شي .(مدارج)

الله ﷻ دې موږ ته په سنت نبوي ﷺ  د عمل توفيق راکړي.

نور بيا….

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button