روغتیا

د سمنګان ولایتي روغتون له ۸۰ څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقا وکړه

شریعت: د سمنګانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د شهيد ډاکتر کرام الدین وکیلزاده ولایتي روغتون له ٨٠ بسترونو څخه ٢٠٠ بسترونو ته ارتقا وکړه.

په همدې موخه جوړو شويو  مراسمو کې د سمنګانو د عامې روغتیا رئیس مولوي محب الله بهاري وویل، چې د دغه ولايت نفوس زیات شوی او اړتیا لیدل کېده، چې د دغه روغتون د بسترونو شمېر زیات شي.

نوموړي زياته کړه، چې د ډېرو هلو ځلو وروسته د عامې روغتیا وزارت له خوا یې وړاندیز ومنل شو او د بسترونو شمېر یې له ٨٠ څخه ٢٠٠ بسترونو ته لوړ شو.

په دې مراسمو کې د سمنګانو والي مولوي عبدالاحد فضلي وویل، چې حکومت د خلکو خدمت ته ژمن دی او دا ډول حیاتي پروژو ته په هره برخه کې لومړیتوب ورکوي.

د یاونې وړ ده، چې اوسمهال د دغه ولایت په مرکز سربېره ټولو ولسوالیو کې ٧ روغتونونه او ٥٤ روغتيايي مرکزونه فعالیت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button