ورزش

د سمنګانو ځوانان له مسئولينو د لوبو لپاره معياري لوبغالی غواړي

په دې وروستيو کې د سمنګان ګڼ شمېر ځوانانو د خپلې لېوالتيا له مخې دغه لوبې ته مخه کړې؛ خو د معياري لوبغالي، د ورزشي امکاناتو له نشت له کبله شکايت کوي. په دې ولايت کې د کرېکټ يو شمېر لوبغاړي وايي: په سمنګان کې د کرېکټ لوبه ورځ تربلې غوړېږي، ځوانان پرمختګ کوي، د خلکو مينه او لېوالتيا ورسره پراخېږي؛ خو اساسي ستونزه يې دامهال د معياري لوبغالي او د تمريناتو لپاره د اکاډمۍ نشتوالی دی.د ياد ولايت دوه تنه د کرېکټ لوبغاړي احمدشاه او خالد وايي: که ملاتړ يې وشي، وبه کولای شي چې د هيواد تر ملي ټيم پورې ورسېږي او د وطن لپاره به ښه استازيتوب وکړای شي.(( په دې ولايت کې يوه ښه ميدان نلرو، لوبې زياتېږي او د ځوانانو علاقه ورسره پراخېږي؛ خو اساسي ميدان نلرو، هيله مند يو چې دولت موږ ته يو ميدان جوړ کړي.))((ورځ په ورځ کرېکټ په سمنګان کې ډېرېږي؛ خو بدبختانه دلته موږ له پخوا نه تراوسه سهي ګړوند نلرو)). يو شمېر سمنګانيان وايي، چې د کرېکټ مينې دې ته اړ کړي، چې د لوبغاړو لوبې له نږدې نه ننداره کړي.
د سمنګان دوه تنه اوسېدونکي شمس الدين او عبدالله هم د لوبغاړو ستونزې پر ځای بولي او له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دوی شته ستونزو د حل لپاره دې عملي ګامونه اوچت کړي.(( موږ له دولت څخه دا غوښتنه کوو، چې په سمنګان د لوبو يو ميدان رسمي کړي، ځکه دلته د کرېکټ لوبه د پرمختګ په حال کې او ځوانان د ښو امکاناتو غوښتونکي دي))(( ورزش د ځوانانو پر ذهنونو مثبت تاثر کوي، ځکه دوی له نشه يي توکو او بدو کارو څخه راګرځوي، کرېکټ يوه بهترينه لوبه ده، خلک خپل لوبغاړي بايد وهڅوي او دولت بايد دلته يو معياري ميدان جوړ کړي؛ ترڅو ښې لوبې پرې وشي))ورته مهال په سمنګان کې د کورني کرېکټ ولايتي مسئولين وايي: تر دې مهاله يې په شخصي لګښت لسګونه ځوانان لوبو ته رابللي او په مسلکي ډول يې روزلي دي.د ياد ولايت د کورني کرېکټ عمومي مسئول ميرويس افغان وايي، د حکومتي چارواکو او د کرېکټ بورډ لخوا هېڅ ډول مرسته او پاملرنه ورسره نه ده شوې.(( له حکومت او په خاص ډول له ملي تجارانو څخه مو غوښتنه ده، چې له موږ سره مرسته وکړي؛ ترڅو د کرېکټ په برخه کې موږ ځوانانو ته خدمت وکړو، بدبختانه دلته چې کومې په لوبغالي کې ترسره کېږي دا رسمي نه دي. په سمنګانو کې کرېکټ ورځ تربلې پرمختګ کوي؛ خو موږ معياري ميدان نلرو))
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پرمهال د کرېکټ لوبه په ۱۹۹۵ ميلادي کال کې په رسمي ډول پيل شوه، چې تردامهاله پورې افغان کرېکټ ملي لوبډلې له شاوخوا ۲۰ ټيمونو سره څه باندې ۳۰۰ نړيوالې شل اوريزې، يو ورځنۍ او ټېسټ لوبې ترسره کړي دي. احمدالله ستانکزي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button