سرلیکنې

د سمرقند له غونډې د اسلامي امارت لاسته راوړنې…!

د تېرې اوونۍ پای کې د ازبیکستان سمرقند ښار کې د دغه هېواد په کوربه توب د سيمې مهمو هيوادونو د افغانستان د وروستيو تحولاتو په هکله غونډه درلوده، چې د افغانستان په استازيتوب پکې د بهرنيو چارو وزير او ورسره پلاوي برخه اخيستې وه.

د تېرې اوونۍ پای کې د ازبیکستان سمرقند ښار کې د دغه هېواد په کوربه توب د سيمې مهمو هيوادونو د افغانستان د وروستيو تحولاتو په هکله غونډه درلوده، چې د افغانستان په استازيتوب پکې د بهرنيو چارو وزير او ورسره پلاوي برخه اخيستې وه.

دغه غونډه د افغانستان لپاره له څو لوریو ډېره مهمه وه:

غونډه کې د سيمې د مهمو  هيوادونو: چين، روسیې، ايران، پاکستان، تاجکستان او ازبیکستان لوړ پوړو چارواکو برخه اخيستې وه او د ځينو رسنيو او سياسي کارپوهانو د نظر خلاف يې ثابته کړه چې افغانستان اوس هم د سيمې او نړۍ د هيوادونو لپاره مهم دی.

په بنسټيزه توګه تقريباً د ټولو ګډونوالو نظر د افغانستان د اسلامي امارت په هکله مثبت و او په يوه غږ له نړيوالو غوښتنه وشوه، چې د سياسي او اقتصادي فشارونو پر ځای له اسلامي امارت سره د ډيپلوماتيکو چينلونو له لارې خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړي.

په دغې مهمه غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د بهرنيو چارو د وزير هر اړخيزه او جامع وينا د اسلامي امارت لپاره بله لويه لاسته راوړنه وه، نوموړي په خپله وينا کې د افغانستان اوسنی رښتينی او هيله بخښونکی انځور له ګډونوالو سره شريک کړ او له هغوی يې هم وغوښتل چې د رسنيو له منفي تبليغاتو اغېزمن نشي او له افغانستان سره د واقعیتونو او د خپلو ګټو پر محور ولاړې اړيکې عيارې کړي.

ښاغلي متقي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان اوس يو ځواکمن مرکزي حکومت لري ، امنيت يې هم د باور وړ دی او کولی شي چې خپل مهم جغرافيايي موقعيت ته په کتو د ټاپي، ټاپ، کاسازر او د چين په نوښت د يو کمر بند او يوې لارې په څېر مهمو اقتصادي پروژو کې خپله برخه مهم رول ولوبوي.

له دې غونډې یوه بله مهمه لاسته راوړنه داوه، چې اسلامي امارت د سيمې او نړۍ د هيوادونو غوښتنې او اندېښنې واورېدې او همدا د رښتيني تعامل، له نړۍ سره د ګډې ژبې پيدا کېدو او رسمي اړيکو پر لور مثبت ګام دی.

دغسې غونډې کولی شي، چې د افغانستان په هکله د نړۍ او د سيمې د هيوادونو دريځ مثبت لور ته واړوي، اسلامي امارت او نړۍ خپلو مکلفیتونو ته متوجه کړي، د يوبل غوښتنې، اندېښنې او ګيلې سره شريکې او په ګډه ورته حللارې پيدا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button