
د سلواغې ۲۶مې موږ ته څه راکړل؟
دا يقيني خبره ده چې د سلواغې ۲۶ مه د ميليونونو افغانانو له ارمانونو سره تړلې ورځ ده، دغه ورځ په رښتيا سره زموږ غيرت، وقار او جرئت نړۍ ته ښيي.
د سلواغې ۲۶ مه هغه ورځ ده ،چې دلته يې جهان ته د ( نه ماتېدونکي!) سره پوځ ماتې ثابته کړه.
دا هماغه ورځ ده، چې د حيرتانو بندر شمالي خوا ته زرګونه ښځې (د سرو او زېړو ګلونو له غنچو او هارونو سره) انتظار ولاړې وې او غوښتل يې چې پر همدغې نېټه له خپلو لادرکه زامنو، وروڼو، مېړونو، پلرونو او آن بای فرېنډانو لونډانو سره غاړه غړۍ شي؛ مګر دې ورځې ټولې نا اميده کړې او هر څه ددوی د توقع خلاف وو، ځکه چې د خپلوانو هډوکي يې هم لا دغه وخت د امپراتوريو په هديره (زموږ ګران هېواد) کې سپيو او شغالانو خوړلي وو، غوښې خو يې لا څه کوې! نو يې هارونه او غنچې هملته پر ځمکه وويشتلې او سوزنده کوکارې يې پيل کړې.
بلې! د (۱۳۶۷ ل) کال د سلواغې ۲۶ مه همغه ورځ ده چې د يونيم ميليون افغان شهيدانو او د دوی د کونډو او يتيمانو ارمانونه يې پوره کړل.
د سلواغې ۲۶ مه د هغو افغان مجاهدو مېرمنو د ايثارونو او فداکاريو ورځ هم ده؛ چې لرونه، تبرونه او چړې په لاس به په سرو پوځونو پسې ځغلېدې.
د سلواغې ۲۶ مه د هغو افغان شازلمو ورځ ده؛ چې د سړک څنګ ته به وړوکي بوتلونه په لاس دښمن ته ناست وو او د دوی پر ټانکونو به يې (فقط له لس مترۍ څخه) د دې لپاره بريدونه کول؛ چې هدف يې خطا نه شي.
د سلواغې ۲۶مې يوازې افغانان خوشاله نه کړل؛ بلکې د دوی له برکته د خليج ټول هېوادونه هم آرام شول.
بلې! شورويانو غوښتل چې هم د هُرمُز تنګي په ايراني لوري کې نظامي پايګاوې جوړې کړي او هم د هند بحر په پاکستانۍ خوا (ګوادر) کې؛ نو ځکه خو اوس بايد زموږ دغه دوه ګاونډيان (ايران او پاکستان) هم له موږ څخه د زړه له تله مننه وکړي او هم دغه ورځ په ګډه راسره ولمانځي؛ نه يوازې ايران او پاکستان! بلکې د منځنۍ آسيا ټولو هېوادونو ته لا پکار ده چې (له موږ څخه له مننې وروسته) دغه وياړلې ورځ يوځای راسره ولمانځي؛ ځکه چې دوی زموږ د اتلوليو او جسارتونو له امله آزاد شول.
ما په بار بار دا خبره کړې او بيا يې هم کوم؛ چې پخواني شوروي زموږ هېواد يوازې د درانه ټکس او ټرانزيټ له امله اشغال کړ! ګواکې نه يې غوښتل چې د فارس له خليج سره د دوی د ميلياردونو ډالرو د کلني تجارتي ټرانزيټ مالکان موږ شوي وای او دوی زموږ په هېواد کې قانوني تګ راتګ يا تجارت کولی.
په اصل کې خو دوی غوښتل چې ګرمو اوبو ته ځانونه و رسوي او د افغانستان له لارې د فارس له خليج سره نېغ تجارت ولري، چې په دغه کار کې يې ګڼ اهداف لرل، خو له ټولو مهم هدف يې دا و؛ چې خپل تجارت د غرب (خصوصاً امريکا) له نظارت څخه پاک وباسي! ځکه خو يې غوښتل چې افغانستان، ايران او پاکستان لاندې کړي او د تل لپاره يې (لکه د منځنۍ آسيا هېوادونه) په خپل ظالمانه اتحاد پسې وتړي؛ مګر خبر نه وو چې دا هېواد اصلاً د زمريو کور دی، ځکه خو په خپل حريم کې ګيدړانو ته د خپلسري تګ راتګ اجازه نشي ورکولی.
شوروي اتحاد ستره تېروتنه دا وکړه؛ چې دلته يې له زور څخه کار واخيست او په تهاجمي توګه پر موږ راغلل، کنه نو هدف يې تنها افغانستان نه و، چې اشغال کړی يې وای.
دا چې دغه (د نړۍ په سطحه خطرناک) اور ته افغانانو په يوازې ځان ور ودانګل او نه تنها ځانونه! بلکې ګاونډيان يې هم له دغه نړيخور ښامار څخه خلاص کړل، دا يې خپل مسئوليت اداء کړ؛ مګر متأسفانه چې زموږ ګاونډيانو، زموږ قربانيو ته و نه کتل او نه يې زموږ احسانات و منل، بلکې کاملاً بالعکس! او هغه دا ،چې له دغې وياړلې ورځې (د سلواغې له ۲۶ مې) وروسته يې پر موږ دومره ظلمونه وکړل، چې شورويانو لا نه وو راباندې کړي او هغه داسې : د جهاد په دور کې يې لا زموږ پاکو صفونو ته د پسونو په پوستکو کې لېوان را داخل کړي وو ، چې هغوی بيا د سلواغې له ۲۶ مې وروسته په تيار ړنګ افغانستان کې هغه ځايونه هم پسې کنډوالې کړل، کوم چې روسانو نسبتاً روغ پريښي وو؛ ګواکې د دوی او روسانو په مرسته زموږ هېواد يومخ ويرانه شو؛ تر دې چې بيا همغوی غربيان هم پسې راوستل او دلته يې پوره شل کاله د دوی رښتينې ملتيا وکړه، مېرمنې او نارينه ټول ورسره و درېدل، ستر القاب يې خپل کړل ، بيت المال يې نوش کړ، په بهر کې يې جايدادونه واخيستل او هر هغه څه يې وکړل چې زړونو يې غوښتل.
لنډه يې دا ،چې په دغې ورځ د يرغلګر شوروي آخريني پوځي (جنرال بوريس ګروموف) هم زموږ له پاکې خاورې ووت، مګر موږ ته يې دلته دومره قوي خوږلن پرېښود، چې اوس هم پکې سوځو او داسې کسان يې راته وروزل چې اولادونه يې لا اوس هم موږ ته بلاوې دي.
امين وردګ