
ټولنه او کلتور
د سلما بند د اوبو کچې د معلومولو پروژه پرانيستل شوه
د هرات سيمه ييز مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې د سلما بند د اوبو کچې د معلومولو پروژه پرانيستل شوه.د ويناج کانال د ساتنې پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چې د هرات د چشت شريف ولسوالۍ په سلما بند کې موقعيت لري.د دې پروژې تړون د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه د يونيک وهاج ساختماني شرکت سره د ۷ ميليونو، ۲۴۷ زره او ۷۴۸ افغانيو په ارزښت د هرات د کوز هريرود سينديزې فرعي حوزې د رئيس مولوي سردار ولي مزمل او د چشت شريف ولسوالۍ دمرستيال په شتون کې لاسليک شوی او پرون يې چارې پيل شوې.د دغې پروژې د جوړولو او ساتنې موخه د سلما بند د اوبو کچې معلومول او د سلما بند اړوند تخنيکي مسايل ښودل شوي دي.