ټولنه او کلتور

د سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون مسؤلینو افغانستان کې د بشري همکاریو ژمنه وکړه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست: نړۍ دې له سیاست ور اخوا د افغانانو لاسنیوي ته راوړاندې شي او د افغانستان ترڅنګ ودرېږي

د افغاني سرې میاشتې سرپرست: نړۍ دې له سیاست ور اخوا د افغانانو لاسنیوي ته راوړاندې شي او د افغانستان ترڅنګ ودرېږي

په ترکیه کې د افغاني سرې میاشتې او د ترکیې، قطر، انګلستان، اسټرالیا، کاناډا، آلمان، ناروې، فنلینډ او د ډنمارک د ملي ټولنو او او ورسره یې نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ د افغانستان پر اوسني وضیعت، افغانستان کې پر بشري فعالیتونو او د بشري مرستو په جلب او یو شمېر نورو موضوعاتو ګډه غونډه ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست      عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د سوري زړه د ماشومانو د درملنې، له اړمنو سوالګرو سره د مرستې، د کونډو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي، د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې، د رضاکارانو د شمېر په زیاتولو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو له کورنیو سره په مرستو خبرې وکړې او زیاته يې کړه، چې افغانستان له کلونو راهیسې له بشري او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی او ډېرو برخو کې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.

نوموړي له نړیوالو څخه غوښتنه وکړه، له سیاست ور اخوا د افغانستان د وګړو لاسنیوي ته راوړاندې شي او د افغانستان ترڅنګ ودرېږي.

په ورته وخت کې د ارام سمندر هېوادونو لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسؤل الیګذیندر په دغه ناسته کې وویل اړینه ده، چې ملي ټولنې افغانانو سره د مرستو په موخه د خپلو هېوادونو له اړوندو مسؤلینو سره ناستې وکړي او ویې هڅوي، چې افغاني سرې میاشتې سره د بشري لاسنیوي او ملاتړ د پروژو تمویل کې همکاري وکړي او په اقتصادي او روحي توګه ځپل شوي افغانان له پامه ونه غورځوي.

ګډونوالو همدارنګه په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او ګډو همکاریو ته یې لېوالتیا وښودله او په افغانستان کې د بشري ستونزو د حل لارو او همکاریو ژمنه وشوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button