روغتیا

د سرې مياشتې ټولنه: په سوري زړه اخته د ۷۷ ماشومانو درملنه کوو

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو يوه بله ډله يې هم په پلازمېنه کابل کې درېو کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندلې ده.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو يوه بله ډله يې هم په پلازمېنه کابل کې درېو کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندلې ده. په خبر پاڼه کې ويل شوي، په دې ډله کې ۷۷ ماشومان دي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي او په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونيول شي، چې لګښت يې د افغاني سرې مياشتې له لوري ورکول کېږي. د يادونې وړ ده، په تېرو ۱۷ مياشتو کې افغاني سرې مياشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۶۶۲ ماشومان د درمنلې او عملياتو لپاره د هيواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button