اقتصادټولنه او کلتورګزارش

د سروبي برېښنا بند جنراتور له ۵۳ کلونو وروسته ترمیم او پرانېستل شو

د برېښنا تولید حوزې رئیس مولوي فضل الرحمن فضلي په خپلو خبرو کې وویل، چې د برېښنا شته کادرونه باید لا زیات وهڅول شي تر څو تردې زیاتې ښې لاسته راوړنې ولري او پر مټ یې د بهرنیو له انحصار څخه خلاص شو.

د افغانستان برېښنا شرکت فني او تخنیکي کارکوونکو له ۵۳ کلونو وروسته د سروبي برېښنا تولیدي فابریکې جنراتور په بنسټیز ډول ترمیم او وړمه ورځ د برېښنا شرکت د عملیاتي ریاست له خوا پرانېستل شو.

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، چې تخنیک او فن د هیوادونو د پرمختګ لویه وسیله ده او زیاته یې کړه، چې د هیواد په ابادولو کې د تخنیکي انجنیرانو ونډه د پام وړ ده.

هغه وايي: «کوم ترمیمات چې د دا خلي انجنیرانو له لورې تر سره کېږي دوه ګټې لري یو اقتصادي ګټه چې داسې ترمیمات څو برابره د بهرنیو کمپنیو څخه په لږ لګښت تر سره کېږي او بل د کارکوونکو معیاري روزنه او ارتقاء را منځته کوي».

ښاغلي رحماني د تولید حوزې ریاست له رهبرۍ او تخنیکي کارکوونکو څخه مننه وکړه چي په کمو امکاناتو یې دومره ښه او لوی کار وکړ.

د برېښنا تولید حوزې رئیس مولوي فضل الرحمن فضلي په خپلو خبرو کې وویل، چې د برېښنا شته کادرونه باید لا زیات وهڅول شي تر څو تردې زیاتې ښې لاسته راوړنې ولري او پر مټ یې د بهرنیو له انحصار څخه خلاص شو.

د یادولو وړ ده چې په یاده پرانیست غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د یاد ریاست عملیاتي مرستیال انجنیر احمد ویس څرګند، د تولیدي دستګاوو د څارنې او ارزونې آمر انجنیر محمد یوسف عمرخیل، د ريلې او کنترولي سیستمونو آمر انجنیر فرید مؤمن زاده او د دسپیچینګ آمر انجنیر محب الله محبوب ګډون کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button