ګزارش

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت:  په ټول هیواد کې ۳۳۰ شخړې حل شوي دي

د کابل ښار او ولسوالیو  له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د کابل ښار او ولسوالیو  له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په نوموړي غونډه کې د  سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤلینو و ویلې، چې په  افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ولسونو  ۳۳۰ لویې او وړې شخړې حل شوي دي.

دغه غونډه چې د پنجشنبي  په ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت وزیر الحاج ملانورالله نوري، دولتي مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمان، ځوانانو، او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی و. د سرحدونو

 قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر الحاج ملانورالله نوري و ویل: دا زموږ عقیده ده چې د الله تعالی(ج) له نصرت وروسته، د دغو ولسونو حمایت و چې د دې نظام تر شاه ودرېدل او اسلامي حکومت قائم شو.

نوري زیاته کړه، چې دا د اسلامي امارت پالیسي ده چې له ګاونډیانو سره نېکي اړیکې  ولري او د اسلام په چوکاټ کې له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل وکړو. نوموړي د بېلګې په ډول د پاکستان هیواد څخه راتلونکو مهاجرینو یادونه وکړه، چې اسلامي امارت مسؤلینو لخوا ورته ښه خدمات وړاندې شول  او د ټولو هیوادوالو خدمت یې خپله هیله وبلله. نوموړي د ولسونو له یووالي قدردانی وکړ او ځان یې مسؤل نه، بلکې د هیواد یو خادم یاد کړ.

په نوموړي غونډه کې دقومي مشرانو، علماوو او ځوانانو په استازولۍ څو تنو خبرې وکړې د تېرو حکومتونو د فساد، نا امنۍ او په ټولو برخو کې د چور – چپاول یادونه وکړه او همدارنګه په افغانستان کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې یې د یادولو وړ وبللې. دوی په هیواد کې سرتاسري امنیت، خپلواکي، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د بیارغونې چټکې چارې بې سارې وبللې او د حکومت د ټولو اداراتو کارونه یې وستایلی.

قومي  مشرانو د اسلامي امارت چارواکو څخه، ځوانانو ته د کاري فرصتونو ایجاد، په تکنالوژي او نورو برخو کې د کارونو د زیاتوالي او پانګونې غوښتنه وکړه.

په پای کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ اعلان کړ

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button