سرلیکنې

د سترو اقتصادي پروژو تطبيق او پرهيواد او سيمه يې مثبتې اغېزې

که څه هم څلور لسیزې افغانستان د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله خورا ډېر زیانونه وګالل او د پرمختګ په برخه کې ډېر وروسته پاتې دی، خو داسې هيلې شته چې د جګړو په پای ته رسېدوسره به اوس د اسلامي امارت په مشرۍ حکومت وکولی شي د هيواد د جغرافيايي مناسب موقعيت، پراخو طبيعي زېرمو او پانګوالو ته د پانګونې د مناسبو اسانتياوو په برابرولو سره هيواد پر ځان بسيا او د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې واټن په ډېره کمه موده کې پوره کړای شي.

له اټکلونو او هیلو او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم د هيواد بيارغونې او پرمختګ ته مټې راونغښتل شوې . په تېرو څه کم درېوو کلونو کې يې ډېرې بنسټيزې پروژې پيل کړي او ځينې يې د تکمیلېدو تر بریده رسېدلي دي.

د ټاپي او کاسا زر په څېر د ګازو او برښنا د انتقال پروژو د تطبیق لپاره يې تقريباً ټول لازم شرایط برابر کړي. د دغو او دې ته ورته سترو اقتصادي پروژوپه تطبيق او تکمیل سره به نه يوازې زموږ ګران هيواد او د سيمې هيوادونه د‌ اقتصاد او انرژۍ له پلوه ډېره ګټه وکړي، بلکې په ټوله سیمه کې به د يو تلپاتي امنيت او ثبات لامل هم شي.

دا ځکه‌ چې په سيمه کې شته ستونزې تر ډېره حده په خپله د سيمې د ځینو استخباراتي ادارو له لوري د خپلو ګټو او د خپل نفوذ د پراختيا لپاره رامنځته کېږي؛ خو چې کله سترې مشترکې پروژې تطبيق او تکمیل شي، بيا به هېڅکله د سيمې د هيوادونو استخباراتي سازمانونه د سیمې  ناامنه کولو ته کار ونه کړي، بلکې پر ځای به يې خپلو اقتصادي ګټو ته په پام د سيمې ثبات او استحکام ته ګډ کار کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button