ټولنه او کلتور

د سالنګ لار د ترافیکي وسایطو پر مخ پرانستل شوه

د سالنګونو لار، چې د درنې واورې ورېدنې او او طوفان له امله تېره ورځ تړل شوې وه، اوس د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه.

د سالنګونو لار، چې د درنې واورې ورېدنې او او طوفان له امله تېره ورځ تړل شوې وه، اوس د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه.

وزارت څرګنده کړې، چې مسافر وړونکي وسایط له دواړو خواو کولی شي له دواړو لورو تګ راتګ وکړي او باروړونکي وسایط نن ورځ یواځې د شمال له لوري له سالنګونو د تېرېدو اجازه لري.

وزارت ټینګار کړی، چې پر دغې لار تلونکي مسافر او موټر چلوونکي دې د زیان منونکو سیمو څخه د تېرېدو پر وخت دې له ځان سره لازم وسایل ولري.

د دغه وزارت پر ایکس پاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د تونل او ۱۶مې ګالرۍ څخه د تېرېدو پر مهال د چین یا ځنځیر د تړلو اجازه نه ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button