اعلاميې

د سالنګونو لويې لارې په اړه د رياست الوزراء د عالي مقام حکم

لکه څنګه، چې ټولو ته معلومه ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د سالنګونو لويې لارې د اساسي ترميم او بيارغونې کار له وړاندې پيل او جريان لري، چې دا مهال ياده لويه لاره د هر ډول ترافيکي وسايطو ‏د تګ راتګ پرمخ بنده ده.په همدې توګه د رياست الوزراء د عالي مقام د ٢٦/ ٦ / ١٤٠٢ ه ش نيټې د (١١٦٢) ګڼه حکم پربنسټ؛ د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو او نظامي منسوبينو ته خبر ورکول کېږي، چې د يادې لويې لارې د رغنيزو چارو تر بشپړېدو پورې دې په دغه مسير له هر ډول تګ راتګ څخه په جدي توګه ډډه وکړي او د يادې لويې لارې جوړوونکو کارګرو ته دې مزاحمت نه کوي، تر څو د دغې لويې او ملي پروژې کار له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button