
د زیتون تاریخچه:
زيتون عربي کلمه ده چې په پښتو کې ورته ښوون وایي، انگليسي نوم یې (Olive) او علمي نوم یې (Olea europaea) دی. د شرقي مدیترانې په سیمو ( جنوبي او شرقي اروپا، غربي آسیا، او شمالي افریقا) کې پیدا کېږي. سربېره پر دې د عراق او ایران په شمالي سیمو او د کسپین بحیرې په جنوبي څنډو کې هم پیدا کېږي. داسې شواهد نشته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره کې دقيق معلومات ورکړي داسې معلومېږي چې ډېر پخوانى بوټى دى، چې د ځمکې پر مخ موجود دى؛ خو اټکل کېږي چې له ميلاد څخه تقريباً ٣٠٠٠ کاله مخکې زيتون کرل د مديترانې په سواحلو، په فلسطين، سوريه او ترکيه کې پيل شوي دي او تقريباً له ميلاد څخه ١٠٠٠ کاله وړاندې ايټاليا، هسپانيې او بيا نورو عربي ملكونو ته دا لړۍ خپره شوې ده. ځينې اټکلونه ښيي، چې: زیتون د لومړي ځل لپاره په لویديځه اسيا کې ٨٠٠ کاله پخوا ټوکيدلی دی،چې بيا د روم د دواړو خواو، منځني ختيځ او اروپا ته رسېدلی دی؛ اوس د نړۍ ٩٠ سلنه پيداوار له دې سيمو څخه لاس ته راځي. هغه هېواد چې زیات زیتون تولیدوي، هسپانیه ده، چې ۱۸۲۴۱۸۰۹ ټنه زیتون تولیدوي، بیا ورپسې ایټالیا او یونان، ترکيه او سوریه دي؛ زیتون په نړۍ کې یو له ټولو ډېر کرل کېدونکی نبات دی، یوازې په ۲۰۰۹ کال کې ۹.۹ ميلیونه هکتاره ځمکه کې زیتون کرل شوي وو.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهمه ده، چې د زیتون له ټولو زړه ونه هم وپېژنو، یاده ونه چې د(Pliny the Elder)له قوله ۱۶۰۰ کاله عمر یې درلود په لرغوني یوناني دوره کې موجوده وه. همداراز د اتن په ښار کې یوه بله ونه چې نوم یې (Plato’s Olive Tree)یا د افلاطون د زیتون ونه بلل کېده، ویل کېږي، چې ۲۴۰۰ کاله عمر یې درلود. ځینې معلوماتي سرچینې په ډاګه کوي، چې په پرتگال کې هم یوه ډېره زړه د زیتون ونه شته چې عمر یې ۲۰۰۰ کاله دی.
په قران کریم کې د زیتون ذکر:
په قران کريم کې الله جل جلاله د نورو شیانو ترڅنگ په زيتون سوگند کوي (سورة التین). الله ج د زيتون ونې ته د مبارکې ونې نوم هم ورکړى او خپل نور یې د يو ډول څراغ يا ډيوې سر تشبيه کړى، چې د دغې ونې له تېلو څخه بلېږي. (سورة النور).
ویل کېږي، چې د روم د بحرې سواحلو کې د اباحبشا سیمې اوسېدونکي د دغې گټورې ميوې څخه خبر و او که وکتل شي، نو کله چې د نوح علیه السلام بېړۍ د جبوري په غاړه لنگر واچاوو؛ نو په دې وخت کې هغه مرغه چې د وچې ځمکې اعلان یې کاوه، په مښوکه کې یې د زيتون د ونې پاڼه نيولې وه.
د زیتون ارزښت:
د زیتون له مېوې په مستقیمه توگه استفاده کمه ده؛ مگر د هغه له تېلو څخه په ستره کچه ګټه اخیستل کېږي. په نړۍ کې همدا اوس د زیتون ٨٠٠ ميليونه ونې چې تقريباً ٩٠٠ ميلونه هکټاره ځمکه یې پوښلې، کرل شوې دي.
څرنگه چې زیتون د تندې په مقابل کې نورو ونو ته ډېر مقاومت لري او هم په ډېرو خوارو او شگلنو ځایونو او حتی د تېږو په درزونو کې وده کولى شي، همداراز یې غوړي او اچار د صحت لپاره ډېر گټور دي او کلسټرول هم نه لري؛ نو ځکه په وچو او نيمه وچو سيمو کې د هغه د باغونو جوړولو لپاره د خلکو او دولتونو له خوا کار پیل دی؛ خو که چېرې دغو ونو ته زیاتې اوبه ورکړل شي، حاصلات به یې څو چنده نور هم ښه شي (Fernandez) او (Moreno) په ١٩٩٩ م کال کې وويل، چې نوموړى نبات د مالگو په مقابل کې ډېره ښه مقاومت لري؛ نو د دښتو د سمسورولو لپاره او خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره ډېر ښه بوټى گڼل کېږي او د هوا وچوالی کمولى شي.
زموږ د هېواد ختیځ ولايتونه ننگرهار، لغمان، کوڼر او نورستان چې وچ اقليم لري، موسمي بادونه او بارانونه په کې شته؛ خو بیا هم د گرمۍ شدت په کې زيات وي، نسبت ټولو ميوه لرونکو ونو ته زیتون په کې زیات مقاومت کولى شي؛ نو د دې سيمې د سمسورولو په خاطر هم د لږو ځمکو او بې ځمکو خلکو ته د کسب او کار پيدا کول او د هغو د ژوند د ښه کولو په خاطر زیتون يوازينی مناسب او د توافق وړ نبات گڼل کېږي، چې په هغه وچو شگلنو او د تيږو له ډکو دښتو اقتصادي استفاده وشي .
د زیتون ونه:
په پسرلي کې زرغونېږي، چې قد یې ډېر لوړ نه دی، سپين رنگ او شنې پاڼې لري، چې نسبتاً ضخيمه او سپيره وي، پاڼې یې د يو بل په مقابل تنظيم شوې، چې هر پاڼه ځانته موقعيت لري پلن شکل او لڼده لکۍ يا (Petiole) لري، دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى، چې په تېږو لرونکو او شگلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د نشتوالي او د گرمې او سړې هوا سره توافق کولى شي . که چېرې د دې بوټي پالنې او روزنې ته ښه پاملرنه وشي؛ نو په نتيجه کې زيات حاصل ترې ترلاسه کېدلى شي. دغه نبات په هر قسم خاوره کې په مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسېږي ښه وده او نمو كولى شي . د زیتونو ځينې ونې تقريباً ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ کلونو پورې ميوه ورکوي.
د زیتون استعمال:
زيتون خام استعمال ډېر ګټور وي، که په غذا کې وخوړل شي مثبت تاثيرات یې نور هم زياتېږي د پاخه زيتون ترخه ماده(Oleuropein) په نوم يادېږي. د تريخ والي د ختمولو لپاره د پوتاشيم او د اوبو په محلول کې لمدوي او بيا یې د اوبو په محلول کښې ساتي، د څه وخت په تيرېدو سره ترخه ماده له منځه ځي . شنه يا غوره زيتون د پخو زيتونو په پرتله ډېر مينه وال لري او مېوه هم په نورو خوړو کې کاروي . د غوره شنو زيتونو څخه زړي اوباسي او په نورو سبو کـې گډېږي، چې بیا یې خلک په بازارونو کښې د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي .
د زیتون کرنیزه ساحه او خصوصیات:
د اوبو نشتوالى د نبات ودې دکمښت سبب گرځي لکه څنگه چې پورته يادونه وشوه زيتون کرنيزې چارې بايد په پام كې ولرو. زيتون باید په باغونو کې منظم او د قطارونو پر بنسټ وکرل شي، په یو هکتار ځمکه کې باید د ونو شمېر له ۱۰۰ تر ۴۰۰ پورې وي.
یو تن زراعت پوه بورډيس په کال ١٩٧٥ ميلادي کې د زیتون د ونو اېښودلو په اړه وویل: که چېرې د زيتون د ونو تر منځ فاصله 4 4مترو په اندازه وي؛ نو په يوه هکتار ځمکه کې د ٦٢٥ تعدادونو څخه ٥٠٠ لتره غوړي يا تيل تر لاسه کېږي. د زيتون د حاصلاتو اوسط ارقام رسمي ساحه کې د ١٠٠٠ بوټو څخه په يوه هکتار کې ٢٠٠٠ کيلو گرامه حاصل تر لاسه كېږي. د غوړيو سلنه يې د ٢٠٠٠ کيلو گرامو په مقابل کې ٦٠٠ کيلو گرامه ده، چې په دې حساب سره په سلو کې ٣٠ سلنه غوړي لاس ته راځي . هېره دې نه وي، چې د زیتون حاصل په مني او ژمي کې رفع کېږي، د حاصل ټولولو لپاره ونه ښورول کېږي او بیا په ټوکریو کې ټولېږي، بله لاره یې داده چې محصول مستقیم له ونې په ټوکرۍ کې راټول شي، چې دا یې غوره لاره ده.
د زیتون روغتیايي ګټې:
سره له دې چې زیتون یوه خوندوره او مقوي مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او په بدن کې د نورو ګڼو ناروغیو مخه نیسي. د زیتون له غوړيو استفاده اوس ډېره شوې، خلک یې په ځینو خوړو کې کاروي؛ ځکه دغه غوړي په خپل ترکيب کې په زیاته اندازه مغذي مواد لري. اوس چې کرنې یې په نړیواله کچه پرمختګ کړی، د زیتونو د مېوې ډېر ډولونه پیدا کېږي، چې کېدای شي په هره بڼه کې یې د شته موادو شتون هم توپیر وکړي؛ خو په ټوله کې زیتون هغه که په هره بڼه وي، د روغتیا لپاره ګټور دی. کولی شو له زیتونو په سلاد، برګر او يا هم په هغو خوړو کې ګټه واخلو، چې په ورځني ډول یې په خپل کور کې پخوو. زیتون په خپل ترکيب کې په زیاته اندازه مغذي او معدني مواد، بېلابېل وېټامینونه، اوسپنه، فیبر، فنولي ترکېبات، اوليیک اسید او انتي اکسیدان لري. دا چې په ټوله نړۍ کې نن سبا د زړه ناروغۍ په ډېرېدو ده او خلک په دې لټه کې دي چې څه ډول وکولی شي پر دې بدمرغه ناروغۍ اخته نه شي، ښه لاره یې په خوړو کې د زیتون غوړو کارول او خپله د زیتون مېوه خوړل دي، چې د زړه پر ناروغیو د اخته کېدو مخه نیسي. په زیتونو کې فنولي ترکيبات په بدن کې د سرطان د خپرېدو په مخنيوي کې مهمه ونډه لري. دا چې فنولي ترکيبات د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي؛ نو له دې سره د سرطاني ناروغیو مخه هم ډب کېږي. څېړنو دا هم په ګوته کړې،چې په زیتون کې د هیدروکسي تیروزول و او ليوروپین ترکيب هډوکي پیاوړي کوي او نه پرېږدي چې پوده شي. د زیتون غوړ او یا خپله د زیتون خوړل د مفاصلو درد او التهاب له منځه وړي او له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې د روماتیزم پر ناروغۍ اخته دي. دا چې زیتون په خپل ترکېب کې په زیاته کچه فیبر لري؛ نو که په ورځني غذایي رژيم کې ور څخه ګټه واخلئ هېڅکله به هم د هاضمې په سيستم کې له کومې ستونزې سره مخ نه شئ. همداراز زیتون د الرژیکي غبرګونونو لپاره هم ګټور تمامېږي، په زیتون کې د موادو شته ترکيبونه د هيستامین په څېر کار کوي او کولی شي چې حساسیتونه را کم کړي. که یې په ورځني ډول وکارو؛ نو له هر ډول حساسیت څخه به په امن کې شو. هیره دې نه وي، چې د زيتون ميوه د ١٠ – ٣٣ سلنه پورې غوړيو نه پرته په خپل ترکيب کي پروتين، کلسيم، اوسپنه او ويتامين A ، B1، B2 او pp هم لري او هم يوه زياته اندازه انرژي توليدوي.
د زیتون اقتصادي ارزښت:
دا چې زیتون په نړیواله کچه پېژندل شوې میوه او ونه ده؛ نو د طبي او روغتیايي ارزښت ترڅنګ اقتصادي ارزښت هم لري. د زیتون میوه په نړیوالو بازارونو کې په لوړه بیه خرڅېږي، چې د یوې کیلو بیه یې له ۱۲۰۰۰ تر ۱۴۰۰۰ ډالرو ټاکل شوې ده. په افغانستان کې هم هر کال د زیتون ونې کینول کېږي، چې زیاتې یې په ننګرهار ولایت کې وي. دولتي معلومات ښيي، چې سږ کال به په ننګرهار کې د زیتونو د تولید کچه ۱۲۰۰ ټنه وي. یوازې په روان ۲۰۱۷ م کال کې په ننګرهار کې په ۴۶۰۰ جریبه ځمکه کې زیتون کرل شوي، همدارنګه ۵۰۷۰۰۰ نورې قلمې هم کینولو ته تیارې شوې. باید وویل شي، چې د زیتون له میوې اچار، تیل او د حیواناتو لپاره کنجاړه هم جوړېږي، چې ټولو انسانانو او حیواناتو ته ښه غذايي شبکه جوړوي.
ماخذونه: پښتو ویکیپیډیا، زراعت کتاب او تعلیمي نصاب
لیکنه: سمسور