
د زورواکۍ په مخنیوي کې پوره جدیت په کار دی!
د کورنیو چارو وزیر وړمه ورځ په سرپل ولایت کې غونډې ته د وینا په ترڅ کې ټینګاروکړ چې په هېواد کې د زورواکۍ چلولو دوران تېر شوی او په دې نظام کې به هېڅکله کوم زورواکي ته د خپلسرۍ اجازه ورنه کړای شي. اوس که موږ د خپل هېواد تېرو څه باندې څلورو لسیزو پر واقعیتونو لږ ځغلنده نظر هم واچوو، په څرګنده معلومېږي چې زموږ هېواد او ملت د زورواکانو له لاسه خورا درانه زیانونه لیدلي.
د کورنیو چارو وزیر وړمه ورځ په سرپل ولایت کې غونډې ته د وینا په ترڅ کې ټینګاروکړ چې په هېواد کې د زورواکۍ چلولو دوران تېر شوی او په دې نظام کې به هېڅکله کوم زورواکي ته د خپلسرۍ اجازه ورنه کړای شي. اوس که موږ د خپل هېواد تېرو څه باندې څلورو لسیزو پر واقعیتونو لږ ځغلنده نظر هم واچوو، په څرګنده معلومېږي چې زموږ هېواد او ملت د زورواکانو له لاسه خورا درانه زیانونه لیدلي. تر دې چې د پرنګي لپاره د همدغه تېر شل کلن اشغال موقع او فرصت هم په حقیقت کې همدغو زورواکانو چمتو کړی و. دغه راز د زیاترو قومونو ټيکه داري هم د دوی په لاس او ډېرې ولسي پرګنې هم دوی برمته کړې وې چې په بهرنیو کړیو خرڅې شوې او هم یې د هغوی په سرټول ترلاسه کړي امتیازات یوازې خپله هضمولی شول. نه یوازې دا بلکې د هېواد په لروبر کې زیاتره ګمرکونه او معادن هم د دوی شخصي ملکیت ګرځېدلی و، د مخدراتو کاروبار یې هم خپل او ټوله سرکاري انتظامیه او عدلیه دوی ګواښلې شوای. مطلب دا چې په هر صورت د دوی اوبه په هر پېچومي تللې او هیچا یې د پوښتلو جرأت نه شو کولی. بناء پر دې ښکاره ده چې په دې صورت کې د نظام، حکومت او قانون موجودیت هېڅ معنا نه لري او کله چې په یو هېواد او ملت کې د ګوتو په شمېر څو دغه شان له قانونه لوړ خپلسري اشخاص او ډلې را پیدا شي، بیا نو له پاتې کروړونو خلکو سره هم د قانون څه حیثیت نه وي، هر فرد خپلسري کوي او هر یو چورچپاو ته ملا تړي. حقیقت دادی چې زورواکي خپلسري او له قانونه سرغړونه د یو ملت د بشپړې تباهۍ او بدمرغۍ لپاره بالکل کافي او شافي دي. پر دې اساس دا وخت که افغان ولس په رښتیا سره د نظام استحکام، د عدالت پلي کېدل، پرمختګ، سوکالي او نېکمرغي غواړي، نو لازمه ده چې په ټول هېواد او د ولس په هره برخه کې د ټیټې کچې زورواکي او خپلسري ته هم اجازه ورنه کړي. اوس باید په حکومت او رعیت کې داسې څوک بې حسابه او بې پوښتنې پاتې نه شي چې د خپل مال و دولت او یا په ټولنه کې د نفوذ او ولسي ملاتړ پرمټ له حکومت یا عوامو د خپل ځان لپاره د ناجایزو امتیازاتو لاسته راوړلو هڅه او هاند کوي. ډېره ضروري ده چې له دغه ډول کسانو سره کلک حساب وشي، مخه یې ونیول شي، د لږ خپلسرۍ اجازه هم ورنه کړای شي او په هر صورت قانون منلو ته مجبور کړای شي. که څه هم له دې واقعیته هېڅوک هم انکار نه شي کولی چې اسلامي امارت تر ډېره بریده د زورواکانو سټه وېستلی او زیاتره یې حساب ته راکش کړي، خو دمګړۍ د ټول ملت سترګې بیا هم دې موضوع ته وراوښتې چې امارت باید په خپل صف کې هم د خپلسریو او قانوني سرغړونو په کلکه مخنیوی وکړي او آن هغه اشخاص هم سرغړونو او خپلسرۍ ته پرې نږدي،چې په تېرو شلو کلونو کې یې ډېر کړاوونه ګاللي او قربانۍ يې ورکړې دي. ځکه معلومه ده چې هېڅوک هم له خطا پاک نه دي او په هره طبقه کې څه ناڅه نیمګړتیاوې خامخا وي. لنډه دا چې د خپلسریو او قانوني سرغړونو په باب هېڅ وخت او هیچا سره نرمي نه ده په کار او ډېرو ضروري ده چې د حاکمانو له خوا شاه او ګدا ته په یوه سترګه وکتل شي.