
د زمري ۲۴مه او يو څو خبرې… !
څرنګه چې افغانان دينداره خلک دي، له اسلام پرته نور نظامونه او افکار نه مني، نو له همدې امله هره زمانه کې له سختو مخالفتونو، يرغلونو او ستونزو سره مخ شوي،خو بيا هم تسليم شوي نه دي، نه يې د بل چا حکم منلی او نه د خپل حق له غوښتلو تېر شوي. ډېر ځله زموږ ازادي سلب شوې، خو پردي قانون ته مو قطعاً غاړه نه ده ايښې، بلکې له سر او مال څخه تېر شوي يو او ډېرې بې درېغه قربانۍ مو ورکړې، خو بېرته مو خپل حق تر لاسه کړی دی.
څرنګه چې افغانان دينداره خلک دي، له اسلام پرته نور نظامونه او افکار نه مني، نو له همدې امله هره زمانه کې له سختو مخالفتونو، يرغلونو او ستونزو سره مخ شوي،خو بيا هم تسليم شوي نه دي، نه يې د بل چا حکم منلی او نه د خپل حق له غوښتلو تېر شوي. ډېر ځله زموږ ازادي سلب شوې، خو پردي قانون ته مو قطعاً غاړه نه ده ايښې، بلکې له سر او مال څخه تېر شوي يو او ډېرې بې درېغه قربانۍ مو ورکړې، خو بېرته مو خپل حق تر لاسه کړی دی.
تقريباً په همدې يوه پېړۍ کې انګرېزانو، شوروي اتحاد او د امريکا په مشرۍ د ناټو صليبي ښکيلاکګرو پرلپسې پر افغانستان حملې وکړې، د يو څه مودې لپاره يې زموږ استقلال راڅخه سلب کړ، هېواد مو اشغال شو، هر اړخيز بنديزونه راباندې ولګېدل، په ميليونونو هېوادوال مو مهاجر، شهيدان او زخميان شول، خو له دې ټولو ستونزو او ناخوالو ګاللو وروسته، افغانانو بېرته خپل استقلال اعاده کړی او دا وطن بېرته خپلو اصلي څښتنانو ته پاتې شوی دی.
دا سمه ده، چې په موږ کې ډېر غداران هم تېر شوي او موجود دي، چې هغوی د څو پيسو په بدل کې خپل وطن او هېوادوال پلورلي او د پرديو يرغلګرو غلامي يې منلې. مګر دوی افغانانو کې دومره دي، لکه په اوړو کې مالګه. له هغوی پرته نور ټول ولس داسې کلک پر خپلواکۍ مين دی، چې له خپلواکۍ پرته ژوند ورته بالکل بې معنی دی او د همدې خپلواکۍ لپاره له خپل سر او ماله تېر دي.
د همدغو فداکاريو په تسلسل کې، کابو دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د زمري مياشتې په ۲۴مه نېټه د اسلامي امارت ځواکونه کابل ښار ته ننوتل او له دوې لسيزې يرغل وروسته، تاريخي ارګ يو ځل بيا د (لا اله الّا الله) په ښکليو سپينو بيرغونو وپوښل شو.
البته؛ دا ځل د خپلواکۍ ګټل د پخوا په نسبت ځکه سخت و، چې يو خوا يرغلګر هېوادونه ډېر زيات وو، تقريباً ټوله نړۍ په مستقيم او غير مستقيم ډول له يرغلګرو سره مل وه، بل دا چې دښمن مو په ډېره پرمختللې ټکنالوجي سمبال او موږ بيخي تش لاسي وو.
په هر حال؛ دا د الله تعالی ځانګړی فضل او د مجاهدينو د بې انتها قربانيو نتيجه ده، چې تقريباً ټولې نړۍ ته مو ماتې ورکړه او بېرته د الله تعالی پر ځمکه د هغه نظام حاکم شو،خو له بده مرغه، افغانان د ازادي اخيستلو لپاره ډېره زياته مبارزه کوي، مګر د ازادي ساتنې او د نظام استحکام ته چندان پاملرنه نه کوي.
د دې لپاره چې دا ځل مو خپلواکي يرغمله نه شي، لاندې څو ټکو ته بايد متوجه شو:
۱ – دا چې موږ اسلامي نظام غواړو او له هغه پرته بل هېڅ نظام او مفکوره راته د منلو نه ده، نو معنی دا چې په نړۍ کې هېڅ دوست هم نه لرو، نو لازمه ده چې تر هر څه لومړی د خودکفايي لپاره هڅې وکړو،خودکفايي يو پراخ مفهوم لري، موږ بايد د تعليم، روغتيا، غذايي موادو، صنعت، ټکنالوجي او بله هره برخه کې د ځان بسياينې حد ته ورسېږو.
۲ – له موږ څخه چې هر ځل خپلواکي صلب شوې، علت يې دا دی، چې موږ د خپل دښمن په مقابل کې هېڅ عصري ټکنالوجي نه لرو، هغوی سره هر څه شته، په هر ډول وسايلو مالا مال دي، خو موږ هېڅ وسله او خپل توليد نه لرو،نو بايد په پوځي برخه کې هم عصري ټکنالوجي ته پوره توجه وشي، تر څو داسې غښتلی پوځ ولرو، چې د هر چا ځواب ووايي او د نظام کلکه دفاع وکړای شي.
۳ – وروستيو حکومتونو د ولس ذهنيت جوړونې ته کافي توجه نه ده کړې، ځکه خو چې هر يرغلګر غوښتي، زموږ يو شمېر هېوادوال يې په خپله مفکوره روزلي او بيا يې بېرته د خپل هېواد او هېوادوالو پر خلاف استعمال کړي،نو بايد دغه ټکي ته هم توجه وشي، تر څو ټول ملت په داسې مفکوره وروزل شي، چې بيا د هېڅ دښمن تر اثر او تبليغاتو لاندې رانه شي. تر هر څه لومړی بايد خپل تاريخ په خپله وليکل شي او بيا د مکاتبو او مدارسو له لارې عام او تر هر افغانه ورسول شي. هر فرد ته بايد خپل دوست او دښمن، حق او باطل، اتل او خاين ور وپېژندل شي، د دښمنانو پر ناوړه پلانونو بايد وپوهول شي او د ولاء او براء پر عقيده وروزل شي.
۴ – د ملت تر منځ د ملي يووالي روحيه بايد پياوړې شي، داسې چې هر افغان د بل دفاع وکړي، پښتون د ازبک دفاع وکړي، تاجک د پښتون، ترکمن د هزاره او هزاره د بلوچ. هر افغان ته بايد دا احساس ورکړل شي، چې زموږ بقا په يووالي کې نغښتې ده او که اختلاف وکړو، قوت مو ختمېږي او ذليله کېږو. له بده مرغه په وروستيو څلورو لسيزو کې يرغلګرو هېوادونو او نورو مغرضو کړيو دلته د اختلاف او نفاق ډېر زيات زهر شيندلي، دا ولس يې په مختلفو نومونو تقسيم کړی، د قوم، مذهب، ژبې، سمت او مفکورو په نوم يې په لسګونو ډلې ټپلې جوړې کړې او بيا يې هرې ډلې ته دا فکر ورکړی، چې يوازې تاسې د هر څه مستحق ياست او له تاسې پرته نور افغانان هېڅ حق او اهليت نه لري، نو دغه ټول تقسيمات ختمول او د ټولو هېوادوالو اذهان ترميمول ډېر زيات کار غواړي.
۵ – د حکومت او رعيت تر منځ بايد فاصله بالکل ختمه شي، تر څو هر افغان اسلامي امارت خپل حکومت وغواړي او داسې کلکه دفاع يې وکړي، لکه د اسلامي امارت يو رسمي مجاهد يې چې کوي. د نظام او رعيت تر منځ فاصله هغه وخت ختمېږي، چې توپيري چلند ختم شي، هر فرد ته د قدر په سترګه وکتل شي، د هغوی حقوق ورکړل شي، انصاف ورسره وشي، مرسته يې وشي او د ظالم له ظلم څخه وساتل شي.
۶ – د هر ډول پرمختګ لپاره تعليم شرط دی، تر څو چې زموږ د هېوادوالو تعليمي سويه لوړه نه شي، تر هغه هېڅ پرمختګ نه شو کولای، نو د تعليم برخې ته بايد دومره زياته پاملرنه وشي، چې د کلونو کار په مياشتو وکړو، د شپې او ورځې فرصتونه بايد برابر کړو، په هره برخه کې بايد د نړۍ په سطحه د مسلکي زدکړو مراکز ولرو. همدا تعليم دی، چې د اقتصاد، پوځ، روغتيا، تعليم، زراعت او بله هره برخه کې موږ د پرمختګ او خودکفايي حد ته رسوي.
خلاصه دا چې، موږ اوس يوازې د خپل وطن مخ له پرديو صفا کړی او ظاهراً مو خپلواکي اخيستې، مګر د خپلواکۍ د پوره کولو او د نظام د بقا او استحکام لپاره همدا پورته چارې شرط دي، له دې پرته زموږ خپلواکي نيمګړې او د استقلال ساتلو هيڅ تضمين نه لرو.
يا رب توفيق!
سعيد غلجی