
د زلزله ځپلو لاسنيوی؛ مشترک مسئوليت
د روانې اوونۍ په پيل کې هرات او ګاونډيو ولايتونو کې زوروره زلزله وشوه ، چې له امله يې زرګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼ شمېر کلي په بشپړه توګه له منځه ولاړل.
د روانې اوونۍ په پيل کې هرات او ګاونډيو ولايتونو کې زوروره زلزله وشوه ، چې له امله يې زرګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼ شمېر کلي په بشپړه توګه له منځه ولاړل.د افغانستان اسلامي امارت، نړيوالو خيريه بنسټونو او زموږ خيرغوښتونکو او با احساسو هېوادوالو ته په کارده، چې له مصيبت ځپلو کورنيو سره د مرستو لپاره له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي. له زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې څرنګوالی يوه اړينه مسئله ده، چې بايد ورته رسېدنه وشي، که څه هم د اسلامي امارت اړوند مرستندوی بنسټونه او کاري ټيمونه د دغه ناورين په لومړيو ساعتونو کې لاس په کار شول او له ټولو امکاناتو څخه په استفادې يې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره اړين اقدامات وکړل او د لومړنيو اړتياوو په برخه کې يې لازمې هڅې وکړې؛ خو دا کافي نه دي او بايد لا ډېر کار وشي تر څو د هېوادوالو دغه درد ته د خلکو په همغږۍ ځواب وويل شي.د اسلامي امارت له لوري د لا ډېرو مرستو او همکاريو ترڅنګ نړيوال خيريه بنسټونه هم بايد په دغه سخت حالت کې بشري مرستې ونه سپموي. دغه راز شتمن هيوادوال هم بايد خپله برخه مسئوليت ترسره کړي د هېواد په هر ولايت کې دې له زيانمنو سره د مرستې راټولولو کمپاين پيل شي، ترڅو د خلکو په مرسته د زيانمنو شويو هيوادوالو د دردونو درملنه وشي او د سوداګرو او شتمنو خلکو پام راواړول شي.د مرستو په جريان کې بايد لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي، مانا دا چې په لومړي قدم کې بايد د پاکو اوبو، خوراکي توکو، درملو او بېړنۍ سرپناه غم وخوړل شي، ځکه په دغسې حالاتو کې پاکو اوبو، معياري خوړو او درملو ته د نه لاسرسي له امله د يو لړ سختو او وبايي ناروغيو د خپرېدو امکانات هم ډېرېږې، چې يو بل ناورين له ځان سره راوړي.له دې وروسته بايد اسلامي امارت او نړيوال بشري نهادونه په ګډه همغږۍ د زيانمنو کورنيو لپاره د اساسي سرپناه غم وخوري. اسلامي امارت بايد هغو کورنيو ته چې د امکاناتو او د ځمکې د نشتون له امله تر خطر لاندې سيمو کې اوسېږي، په مناسب ځای کې د استوګنې امکانات برابر کړي.