سرلیکنې

د زراعت پراختیا مو له احتیاجه ژغورلی شي

که څه هم د اشغالګرو د اشغال له ختمېدو راهیسې د هیواد په ډله ییزو رسنیو کې د زراعت او هر ډول اقتصادي پرمختګ په اړه ډېر څه ویل او لیکل کېږي،خو موږ یې لا هم کم بولو او غواړو چې یاده موضوع تر هغه بریده وځلول شي څومره چې د هېواد ټولو بډايو اشخاصو، چارواکو او پانګوالو یو مخیزه توجه ور واوړي او په دې توګه د بې وزله، ځورېدلي افغان ملت هر وږي ته مناسب خواړه ورسول شي.

که څه هم د اشغالګرو د اشغال له ختمېدو راهیسې د هیواد په ډله ییزو رسنیو کې د زراعت او هر ډول اقتصادي پرمختګ په اړه ډېر څه ویل او لیکل کېږي،خو موږ یې لا هم کم بولو او غواړو چې یاده موضوع تر هغه بریده وځلول شي څومره چې د هېواد ټولو بډايو اشخاصو، چارواکو او پانګوالو یو مخیزه توجه ور واوړي او په دې توګه د بې وزله، ځورېدلي افغان ملت هر وږي ته مناسب خواړه ورسول شي. ځکه ښکاره ده چې زموږ دغه بې چاره مظلوم ولس له اوږدو زمانو راهیسې کله د بهرنیو یرغلګرو د ظلم او زیاتي هدف ګرځېدلی، کله د خپلو مستبدو او خپلسرو حاکمانو تر تشدد لاندې راغلی او اوس د بې انصافه نړیوالو بندیزونو په درشل کې دی، چې له همدې امله یې نه دکار او فعالیت مناسبه موقع موندلې او نه په خپلو ضروري خوراکي موادو کې پرځان بسیا شوی.بناءً اوس چې موږ بیا هم د نړیوالو له پرېکون او بندیزونو سره مخ یوو، بانکونه او سوداګري مو په راکړه ورکړه کې زښته ډېرې ستونزې لري، صادرات مو بازار نه لري او واردات مو د پردیو پر اجازې پورې ایسار دي، په صنعت او د معادنو په استخراج کې هم نورو ته محتاج یو او بهرني شرکتونه هم دلته کار او پانګونې ته نه راوړاندې کېږي، ښه به دا وي چې تر هر څه مخکې ملا وتړو او ځان ته له همدې خپلې ځمکې دومره خواړه ترلاسه کړو چې اولادونه مو په وږي نس شپه تېره نه کړي.د یادونې وړ ده چې ښایي د زراعت په اړه به ګرانو هېوادوالو د زیاترو متخصصینو دا ټینګار اورېدلی او لوستلی وي چې وایي زراعت دې ماشیني او عصري شي! خو زموږ نظر بیا دادی چې په دې برخه کې د پرمختګ لپاره له هر څه لومړنی ګام دادی چې خپلې کروندې د خپلو  هغو سیندونو په اوبو خړوبې کړو چې شپه ورځ ګاونډیو هېوادو ته وربهېږي، نه دا چې د ځمکې له تله د زرګونو کلونو زېرمه شوې اوبه راباسو او هره ورځ یې د سطحې کوزېدل په خپلو سترګو وینو.  دوهم ګام بیا دادی چې ښه اصلاح شوي تخمونه چمتو او خپلو بزګرانو ته یې ورسوو، درېیم دا چې د سرې او ځینو ناروغیو د دارو درملو غم وخوړل شي، څلورم چې د مختلفو توکو په کرنه کې د بازار تقاضا او عرضه په ښه ډول تنظیم شي، پنځم دا چې د ژر خرابېدونکو سبو او مېوو د ساتنې لپاره د سړو خونو تابیا ونیول شي. فقط همدا هغه څو ټکي دي چې زموږ زراعتي مدرک په خورا ښه ډول پرمختګ ته رسولی او کروندګر مو له تاوانه بچ کولی شي.

راځئ د خپلو هېوادوالو د هوساينې او ځان بسياينې لپاره له هر څه لومړی له همدې خپلې خاورې او خپلو روانو اوبو کار واخلو، دا یقیناً زموږ هغه ستر اقتصادي ډګر دی چې هم مو لکونه وګړي په کار اخته کوي او هم په کې د نړیوالو بندیزونه څه اغېز نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button