سرلیکنې

د زراعت پراختیا او تنظیم مو ډېرې ستونزې هوارولی شي !

تېره ورځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په کابل د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له عمومي رئیس سټیفن سره په کتنه کې له نوموړي په کلکه وغوښتل چې د نړیوال انکشافي پروګرام په لړ کې باید د افغانستان د زراعتي څانګې په عصري کولو کې ډېره مرسته وشي، البته دا یو ډاګیز واقعیت دی چې رښتیا هم زموږ د خلکو د اقتصاد او روزګار له ټولو پراخ او مهم مدرک او ډګر زراعت او مالداري ده،ځکه افغانستان د خپل جوړښت له مخې همدې بوختیاو ته خورا ډېر مناسب دی، ځکه په غرنیو سیمو کې د مالدارۍ لپاره خورا ښه څړځایونه او د کروندې لپاره مناسب اقلیم، ښه خاوره، د سیندونو، خوړونو او کارېزونو روانې خوږې اوبه او له هر پلوه مناسب شرایط دا ښوونه کوي چې زموږ هېواد واقعاً د خوندورو مېوو، هر ډول غلو دانو، سبو شنېلیو او مالداریو لپاره جوړ دی او له همدې امله ضروري ده چې د خپلې خاورې له همدې استعداده هماغسې مناسب کار هم واخیستل شي.

دا خو زموږ د هېواد خپله طبیعي وړتیا شوه، پاتې شوه دا خبره چې زموږ مسؤلیت او دنده څه ده؟ نو باید خپله فکر وکړو چې په څه ډول خپل زراعتي پیداوار زیات او لا ګټور کړو، موږ باید نړۍ ته وګورو چې د کومو تجربو او وسایلو پرمټ يې دغه څانګه کې دومره پرمختګ کړی، له بده مرغه موږ که څه هم د ژوند زیاترو اړتیاو او وسایلو له مخې ډېر وروسته پاتې یو، خو خپل هېواد او نفوس ته په کتو زراعتي برخه کې هم زموږ کمی، نېمګړتیا او پردۍ ډوډۍ ته محتاجي زموږ لپاره د ډېرې شرمندګۍ خبره ده، بناءً پردې موږ ته لازمه ده چې د خپل زراعتي سکتور د پرمختګ لپاره شپه ورځ هڅه هاند وکړو او له هرې ممکنې لارې له دې درکه ځان بسیاینې ته ورسوو- په دې برخه کې لومړی ګام دا چې خپل ګروندګر د غنمو، جوارو، لوبیا، شولو او داسې نورو توکو کرنې ته وهڅوو چې هم بهرني مارکیټ ته فوري ضرورت نه لري او هم ژر نه خرابېږي، ځکه موږ که     هر څومره ګران بیه حاصلات ولرو خو ترڅو چې مناسب بهرنی بازار یا په داخل کې د خوندیتوب لپاره سړې خونې ونه لرو، ښايي چندان ګټه تر لاسه نه کړای شو. اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې نورهغه څه دي چې زموږ د کروندګرو له توانه وتلې لوړه بیه لري او پرته له دې هم څه بله چاره نه لیدل کېږي، نو په کار ده چې حکومت په دې برخه کې مناسب او کوټلي ګامونه واخلي او هڅه وکړي چې تر خپله وسه یې په ارزانه نرخ تر کروندګرو ورسوي، دغه راز د سبو او مېوو د تنظیم لپاره دا هم ضروري ده چې بزګران پرداسې یوه لایحه مجبور کړای شي چې عرضه او د بازار اړتیا په کې مراعات شوې وي، ځکه زیاتره وخت د عرضې زیاتوالی د نرخونو ټیټېدو لامل ګرځي، خو په هر صورت اوسنیو حالاتو کې د زراعتي څانګې پرمختګ، پراختیا او نوې کولو ته له شدیدې اړتیا سره سره په لومړی قدم کې د زراعت مناسب تنظیم او د خپل ضرورت مهمو توکو زیاتول تر هر څه زیات اړین دي او ښکاره ده چې زموږ مهمه اړتیا د غلې دانې زیاتول او له دې پلوه ځان بسیا کول دي، زموږ د زراعتي مدرک چارواکي او بزګران باید ځان سره دا محاسبه ولري چې که یو کروندګر مثلاً د خپل پټي رومیان، ینجه یا زعفران ښه په ګرانه بیه وپلوري،خو بیا ټول کال د خپل کور د ضرورت وړ غنم یا اوړه هم لاترې زیات په لوړه بیه رانیسي او د خپلو څارویو لپاره بوس او سبوس هم دغه شان ګران وي، بیا نو پایله څه ده، نو راځئ لومړیتوبونه وپېژنو او د هوسونو پرځای د اړتیاو پوره کولو هڅه وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button