
د زراعتي پیداوارو لپاره تنظیم او بازار اړين دي!
لکه چې معلومه ده افغانستان غرنی او زراعتی هېواد دی چې غرونه، څړځایونه، سیندونه، ناوونه او هوارې کرنیزې ځمکې لري چې د کرکیلې او څارویو د روزنې لپاره یې هم اقلیم مناسب دی او هم د ځمکې پرمخ غلې دانې، سابه او د تازه مېوو هر ډول باغونه موندل کېږي، کرنه یې رواج لري او زموږ په لکونو هېوادوال یې په کار او روزګار بوخت دي.
لکه چې معلومه ده افغانستان غرنی او زراعتی هېواد دی چې غرونه، څړځایونه، سیندونه، ناوونه او هوارې کرنیزې ځمکې لري چې د کرکیلې او څارویو د روزنې لپاره یې هم اقلیم مناسب دی او هم د ځمکې پرمخ غلې دانې، سابه او د تازه مېوو هر ډول باغونه موندل کېږي، کرنه یې رواج لري او زموږ په لکونو هېوادوال یې په کار او روزګار بوخت دي. مطلب دا چې دلته د خلکو د اقتصاد مهم مدرک زراعت او عامه بوختیا هم کښت او د څارویو روزنه ده، په دې حساب ښکاره ده چې لکه د هېواد زراعتی پیداوار ښه وي او سوداګري یې هم سمه تنظیم شي، نو په هغه کال به زموږ د ډېرو هېوادوالو ستونزې کمې وي، خو کله چې د اقلیمي او يا سوداګريزو ستونزو له امله زراعتي پیداوار کم یا ضایع شي، نو د اکثریت خلکو ژوند هم ورسره ګډوډ شي. داسې ښکاري چې د اسلامي امارت له قیام را وروسته د پخوا په نسبت لا ډېرو خلکو کرکیلې ته مخه کړې او په دې توګه یې د بې روزګارۍ کچه هم یو څه راکمه کړې ده، مثلاً په ډاګیزو ځمکو کې زرګونه برمې وهل شوې او د لمریزې برېښنا پرمټ یې پراخه سیمې خړوب او کرلې دي، دغه بې نظمه کرنیز پرمختګ که له یوې خوا په لنډ مهال کې د خلکو څه ناڅه اقتصادي ستونزې هواروي او پیدوار زیاتوي، خو بل خوا کېدای شي په څو را تلونکو کلونو کې د اوبو تر ځمکې لاندې زېرمې تبا او یو وخت همدغه ښېرازه کروندې د اوبو د نشتون له امله په وچو سپېرو ډاګو بدلې کړي. همدارنګه د سبو او تازه مېوو په پیداوارو کې دغه ناڅاپي زیاتوالی همدا اوس لا د مناسب بازار له نشتوالي سره مخ او له هرې خوا د بزګرانو د پرېشانۍ لامل ګرځېدلی. نن سبا دا دي کرار کرار زموږ د زراعتی پیداوارو د پخېدو او رسېدو موسم رارسېږي او ورسره بیا د مناسب بازار د نشتون له امله د کروند ګرو شکایتونه هم له هرې خوا اورېدل کېږي، پر دې اساس دا وخت افغانان د یادو ستونزو د حل لپاره فقط درې لارې لري: اول دا چې زراعت تنظیم کړي، په دې معنا چې کروندګر جبراً پر یوې داسې لایحې عمل وکړي چې سابه او تازه میوې یوازې د خپل هېواد د اړتیا په کچه وکړي او له دې ورهاخوا یې زیاتره تکیه پر غلو، دانو او هغو کښتونو وي چې ساتنه یې آسانه او د خرابېدو احتمال یې کم وي.دویمه لاره دا چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې سړې خونې جوړې او مالکان يې وهڅول شي څو خپل پیداوار هلته په کې زېرمه او کرار کرار له اړتیا سره سم بازار ته راوباسي او دریمه لاره یې داده چې حکومت او تجارتي بنسټونه د پیداوارو د خرڅلاو لپاره له هېواده بهر د مناسب مارکیټ پلټنه وکړي، د مثال په ډول چین، هند، عربي هېوادونه او داسې نورو سره اړیکې ولري او هغوی زموږ د سبو او مېوو پیرودلو ته وهڅوي. البته په دې هکله د حکومت ذمه واري تر هر چا زیاته ده او زموږ د کرنې مسئول ارګانونه باید په دې اړه خپل مسؤلیت ترسره او جدي کار وکړي، ځکه هر کال د همدغې بې نظمۍ او بې غورۍ له امله زموږ د کروړونو په ارزښت زراعتي پیدوار ضایع کېږي او یا په ډېره ناچیزه بیه له هېواده بهر وځي.