سرلیکنې

د زده کوونکو په وړاندې د ښوونکي مسئوليت او دنده!

معلم (ښوونکی ) هغه څوک دی، چې هرڅومره ستاينه يې وشي بيا هم لږه ده، ځکه ښوونکی هغه څوک دی، چې د جهل په تورو تيارو کې د معرفت روښانه ډېوې بلوي .

معلم (ښوونکی ) هغه څوک دی، چې هرڅومره ستاينه يې وشي بيا هم لږه ده، ځکه ښوونکی هغه څوک دی، چې د جهل په تورو تيارو کې د معرفت روښانه ډېوې بلوي . د هغه معرفت ډېوې، چې انسان له خپل خالق سره معرفي کوي. يا په بل عبارت ښوونکی د هغو نېکيو او ښيګڼو باعث دی، چې په ماشومتوب کې ذهنونه او ذهنيتونه له مجهولاتو سره د معرفت په لور په حرکت راولي او بيا په همدغو ذهنيتونو کې لوی عالمان، پروفيسوران او اتلان پيدا کېږي ، ښوونکی هغه څوک دی چې د نننۍ نړۍ ټول پرمختګونه د ده د موثر تدريس زېږنده دي او بالاخره ښوونکی هغه څوک دی، چې د جهل په تورو تيارو کې د روښانه سباوون په لور بشريت رهبري کوي.

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلي الله عليه وسلم د بشريت هغه لومړنی ښوونکی دی، چې د اسلام د سپېڅلي دين اصول يې بشريت ته ابلاغ کړل، انسانانو ته يې نجات ورکړ او له دنيوي او اخروي اصولو سم يې پر هغې لاره روان کړل، چې د انسان د دنيا او آخرت نېکۍ او ښيګڼې په کې نغښتې دي.

دا خو څرګنده ده، چې انساني ټولنې د ټکنا لوژۍ او نورو علومو په برخه کې هره ورځ د پرمختګ او پراختيا په لور ګامونه پورته کوي، چې د دې ټولو لامل ښوونکی دی. په نوره نړۍ کې ښوونکي ته په ډېره درنه سترګه کتل کېږي او هغه کس د ښوونکي په توګه استخدامېږي، چې د نورو په پرتله ځيرک وي. همدا وجه ده چې نوره نړۍ زموږ د ملک په پرتله په ټولو برخو کې ډېره پرمختللې ده.

په ټوله نړۍ کې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره داسې معيارونه او قوانين موجود دي، چې هم د ښوونکي تدريس او هم د زده کوونکي لياقت پرې ارزول کېږي، هغه ښوونکی، چې لايق وي، خو د تدريس په اصولو کې ټکنی وي، ځای يې بايد داسې ښوونکي ته ورکړ شي، چې د تدريس له اصولو سره په مسلکي ډول بلد وي ، په نوره نړۍ کې هېڅکله د زده کوونکو په وړاندې غبن صورت نه نيسي ، مانا دا چې دوی له خپلو کورونو څخه راشي او په ښوونځي کې ورته تدريس ونه شي، ځکه ښوونکي ادارې ته مسئوليت لري او اداره د زده کوونکو والدينو ته، چې د هغوی اولادونو ته بايد پرته له دې چې وخت يې ضايع شي، د ټاکلي وخت په دننه کې تدريس وشي.

ځينې داسې ښوونکي هم شته چې د زده کوونکو په وړاندې د مسئوليت احساس نه لري او يوازې خپله ورځ تېروي، چې دا ډول ښوونکي بايد د ادارې له خوا په نښه او خپل هغه مسئوليت ته چې د ادارې او د زده کوونکو د والدينو په وړاندې يې لري، متوجه کړای شي. د همدې اصل له مخې هغه صفت چې په لومړي ګام کې معلم ته متوجه دی، صداقت، اخلاص او رښتينولي ده، چې ښوونکي يې بايد د زده کوونکو په وړاندې ولري. متفق عليه حديث شريف دی، چې له جناب رسول الله مبارک څخه روايت شوی: « اعمال د نيت له مخې ارزول کېږي او هر څوک به د هغه څه بدله ترلاسه کوي چې نيت يې کړی وي.» له پورته حديث شريف څخه معلومېږي چې معيار د ټولو کارونو نيت دی. که نيت سم وي عمل هم سم وي او که نيت کوږ او فاسد شو، نوعمل هم فاسدېږي. له دغه حديث شريف څخه زموږ مطلب داو، چې هرښوونکی بايد په خپل ټولګي کې په پوره اخلاص تدريس وکړي . د ښوونکي له مهارتونو څخه يو بايد داهم وي، چې زده کوونکي ترې په تنګ نه شي او که په تنګ شول، ټول تدريس يې نتيجه نه ورکوي، ځکه زده کوونکي د وخت د ختمېدو په لټه کې وي ، فکر يې د باندې وي او خوله يې د ارګمي په عمليه خلاصه اوپټه کېږي ، دا خپله پر دې ګواهي ورکوي ،چې د ښوونکي تدريس مؤثر نه دی. دلته ښوونکي ته لازمه ده چې خپل زده کوونکي متوجه کړي او که کوم زده کوونکی نارام وي، د هغه په تکليف دې ځان وپوهوي، ځکه په خوشحاله او آرامه فضا کې تدريس ډېر لوړ رول لري. که چيرې ښوونکی د زده کوونکو پر مزاج بلد وي ، نو تدريس به يې هم مؤثر وي او که ښوونکي له زده کوونکو سره په تندۍ يا د ګواښونو پر بنا عمل وکړي ، بيا يې نو تدريس هم غير مؤثر دی. ښه داده، ښوونکي چې کله په ټولګي کې د خپلو زده کوونکو په وړاندې درېږي، د الهی مسئوليت له مخې بايد په ټول توان، صداقت او رښتينولي په پام کې ولري، ځکه دا داسې حساس وخت وي، چې که تدريس ونه شي ، نو زده کوونکي خوشحاله وي. په تېره بيا ماشومان، چې له ذهني مکلفيته پرته ټايم پاس شي، چې دا به د ښوونکي لپاره  لويه دنيوي او اخروي ګناه وي، ځکه والدين په دې تمه، چې اولاد ته يې تدريس کېږي، هغوی ښوونځي ته لېږي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button