سیاست او دولت

د زابل د ټولګټو چارو رياست ته ودانۍ جوړېږي

 هيواد : د ټولګټو چارو وزارت د زابل د ټولګټو چارو رياست لپاره د ۱۲ ميليونه افغانيو په مالي لګښت مجهزه معياري ودانۍ جوړېږي ،چې کار يې پيل شوی دی.

 هيواد : د ټولګټو چارو وزارت د زابل د ټولګټو چارو رياست لپاره د ۱۲ ميليونه افغانيو په مالي لګښت مجهزه معياري ودانۍ جوړېږي ،چې کار يې پيل شوی دی.د زابل د ټولګټو چارو رئيس مولوي احمد احمدي وويل: تر اوسه يې د رياست چارې په کرايي ودانيو کې ترسره کولې، چې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، اوس به د خپلې ودانۍ په جوړيدلو هوسا او کارونه به يې پرمختګ وکړي.په دې پروژه کې يو شمېر کارګرو د خوښي په څرګندولو سره وويل: په خپل وطن کې ورته د کار زمينه برابره او د کور لپاره له دې لارې کولای شي ډېر څه وګټي هغوی وويل: د دې پروژې کار معياري او په ښه توګه جريان لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button