ټولنه او کلتور

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته دوه قلمه تاریخي آثار وسپارل شول.

زابل امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت خبر ورکوي چې د شاجوی ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ له لوري د چینو په سیمه کې دوه قلمه تاریخي اثار چې مجسمې دي د تیر یوه کال راهیسې په یوه کور کې ساتل کیدلې نیولي وو .د زابل امنیه قمدانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي عصمت الله کرامت باختر اژانس ته په خبرو کې وویل، د شاجوی امنیه قمندانۍ پولیسو دوه مجسمې نیولې چې نن یې د رسنیو په مخ کې د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ته وسپارلې.د ده په وینا هیچاته به د تاریخي اثارو د قاچاق پیر او پلور اجازه ورنکړي. د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل د خوښي په څرګندولو سره لومړی د زابل ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه مننه وکړه، او ویې ویل دوه مجسمې چې یوه یې ښځینه شکل لري او بل یې حیوان شکل لري تاریخي قدامت یې د نښو له مخې زرګونو کلونو ته رسیږي، نن اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شوې.د ده په وینا د دې تاریخي توکو د ساتنې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مجهز میوزیم لري، چې دا او نور تاریخي توکي پکې ساتل کیږي.ښاغلي بشرمل له خلکو وغوښتل چې د تاریخي آبداتو د ساتنې او تاریخي اثارو د غونډېدلو په برخه کې دي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره مرسته وکړي، ترڅو خپل تاریخ او هویت مو لا غني کړی وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button