
د زابل خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي روغتيايي اسانتياوې غواړي
د زابل خاک افغان ولسوالۍ مسئولين او روغتياپالين وايي، چې ياده ولسوالۍ کې د روغتيايي خدمتونو کمښت له امله هغه عاجل ناروغان چې مرکز کلات ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي، د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د زابل خاک افغان ولسوالۍ مسئولين او روغتياپالين وايي، چې ياده ولسوالۍ کې د روغتيايي خدمتونو کمښت له امله هغه عاجل ناروغان چې مرکز کلات ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي، د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.د خاک افغان ولسوالۍ محلي مسئولين او روغتياپالان ياده ولسوالۍکې له اړوند مرستندويه بنسټونو څخه د نويو روغتيايي مرکزونو د جوړېدو، روغتيايي تشکيل برخه کې د شته ستونزو د حل او روغتيايي خدمتونو د پراختيا غوښتنه کوي. د خاک افغان ولسوالۍ ولسوال صادق وايي: (( په ټول خاک افغان ولسوالۍ کې دوه يا درې کلينيکونه دي، هغه په شخصي ځايونو کې په کرايه ځايونو کې دي، دلته تراوسه بستريز روغتون نشته چې مريض بستر شي، خلک ډېر سخت په تکليف دي، ځکه پر لاره ژوند له لاسه ورکوي، خاک افغان کې بايد لږ تر لږه يو پنځوس بستريز روغتون جوړ شي، که ووايو دلته بېخي هېڅ روغتيا ته کار نه دی شوی.))د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکايت کوي ،چې شته روغتيايي خدمتونه يې ستونزې نهشي اوارولی او په وينا يې: د بېوزلي له کبله په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې وس نهلري.د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکی محمدقاسم وايي: (( زنانه ناروغان موږ تر مرکز کلات پورې نشو رسولای چې تر شاجوي پورې رسېږي يا به مړه کېږي يا به ولادت کوي تر شاجوي پورې موږ تراوسه پورې روغ مريض نه دی رسولی.))بلخوا د زابل د عامې روغتيا رياست مسئولين بيا د خاکافغان په ګډون ټول زابل کې څه باندې ۵۰ سيمو کې د روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو د جوړېدو غوښتنه کړې، څو شته ستونزې اوارې شي.د زابل د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ميرويس افغان وايي: (( موږ د يوه ارزيابي ټيم په مرسته په ټول زابل کې ۵۶ سپينې روغتيايي ساحې په ګوته کړي، دا موضوع موږ د ټولو ډونرانو، د عامې روغتيا وزارت او اړوند نورو مسئولينو سره شريکه کړې، ترڅو دا پرتې ستونزي حل شي.)) خاک افغان د زابل له لرو پرتو ولسواليو څخه ده ،چې اوسېدونکي يې د روغتيايي ستونزو سربېره، د ژوندانه له لومړنيو آسانتياوو هم بېبرخې دي.