
د ریاست الوزراء کفیل:د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دې افغان کډوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شي
شریعت: د ریاست الوزرا کفیل د مهاجرت د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې کوربه هېوادونو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې افغان کډوالو ته د ژوند لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
شریعت: د ریاست الوزرا کفیل د مهاجرت د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې کوربه هېوادونو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې افغان کډوالو ته د ژوند لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
په دغه پیغام چې د اسلامي امارت په ټویټر کې خپور شوی، راغلی:
ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَٰهَدُواْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ
صدق الله العظیم
هجرت پیغمبري سنت دی، ډېرو پیغمبرانو د ظلم، ناروا او بې عدالتۍ له لاسه هجرت کړی، زموږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد ص جلیل القدره اصحابو هم لومړی له مکې مکرمې څخه حبشې ته او تر هغې را وروسته بیا د دوی په شمول نورو ګڼو صحابه کرامو د مکې معظمې د مشرکینو له شر څخه د نجات په موخه مدینې منورې ته هجرت وکړ، همدا وو چې الله (ج) دغو مهاجرو ته د دې کار په بدل کې د ستروسترو اجرونو وعده ورکړه.
دېته ورته په تېرو څو لسیزو کې د ظلم، استبداد، پر وطن د نورو د تېري او اشغال، جګړو او ستونزو له امله هم ګڼ شمېر افغانانو خپل هېواد پرېښود لاهم د ګاونډیانو په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې مېشت دي چې موږ د دوی ددې اوږده کوربتوب له امله له دوی مننه کوو.
له نېکه مرغه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا او په ټول هیواد کې د امنیت له ټېنګښت سره سم اسلامي امارت هڅې کوي له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بېرته راتګ ته زمینه برابره کړي. همدا لامل دی چې ډېر شمېر یې هم بېرته هیواد ته راستانه شوي، څوک چې بېرته هیواد ته راستانه شوي د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو لخوا ورسره مرستې شوې او ترڅنګ یې ورته د کاري فرصتونو زمینه هم برابر شوی ده.
دا چې لاهم یو شمېر افغانان له هیواده بهر د کډوالۍ ژوند تېروي، نو له کوربه هېوادونو غواړو چې له ټولو افغان کډوالو سره د ښه چلند ترڅنګ د مهاجرت د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ورته د ژوند لازمې آسانتیاوې هم برابرې کړي.
پدې اړه د مهاجرت پر نړیوالو ادارو غږ کوو، چې د افغان کډوالو ژوند ته کوم چې په تېرو حکومتونو کې په کور دننه او یا له هیواده بهر مهاجرت ته اړوېستل شوي دي، پوره پام وکړي؛ همدارنګه دې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره هم همکارۍ پراخې کړي.
له نېکه مرغه په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت سره حق حقدار ته رسېږي، پر هېچا فشار نشته چې مهاجرت ته مخه کړي، هغوی چې په همدې پلمه له افغانستانه وتلي د اسلامي امارت او ولس غېږ ورته خلاصه ده، کولای شي په ډاډه زړه بېرته هیواد ته راستانه شي.
د افغانستان اسلامي امارت غواړي ټولو افغان کډوالو ته هیواد ته د راستنېدو لارې هوارې او ممکنه اسانتیاوې رامنځته کړي. هغوی چې په انساني قاچاق کې لاس لري او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، اسلامي امارت به یې په کلکه د مخنیوی ترڅنګ له دغه ډول اشخاصو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې حساب کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل
مولوي عبدالکبیر