سیاست

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې  د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې  د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل.

په دې لیدنه کې ښاغلي خالد د کابل ولایت د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

 نوموړي وویل، د کابل امنیتي وضعیت  ښه دی، د اداري اوامنیتي مسؤلینو چارې په همغږۍ مخته ځي او ولس د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه راضي دی.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مسؤولین هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ارامۍ، سوکالۍ او آمن فضاء رامنځته کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نوموړي له معلوماتو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د هیواد جوړول، آبادول او امن راوستل  د دولت او رعیت ګډ مسؤولیت دی.

نوموړي د کابل والي ته  د امنیت د تأمین  لپاره یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button