ټولنه او کلتور

د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۴ هـ ق د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د حاجيانو د پيسو ټولولو او لېږد په اړه د خصوصي بانکونو او ملي بانک استازو او د حاجيانو د لېږد او پروازونو په اړه د هوايي شرکتونو استازو، همداراز د پاسپورټونو برابرولو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د پاسپورټونو عمومي رياست او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرکز او رياستونو اړوند د حاجيانو مجتمع ګانو چارو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ په اړه هر اړخيز بحثونه وشول او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button