اقتصاد

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت: ځينې بهرنيو شرکتونو هېواد کې عملاً پانګونې پيل کړي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، تېر کال لسګونو سترو بهرنيو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۰ ميليارډ ډالرو پانګونې لپاره چمتوالي ښودلي و ،چې ځينو يې خپلې چارې عملاً پيل کړې دي. د اقتصادي معاونيت دفتر په يوه ټويټ کې د اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د لاسته ‌راوړنو په اړه ليکلي ،چې په ‌دې کال کې د صادراتو کچه دوه ميليارډ ډالرو ته لوړه شوې وه او همداراز او په هېواد کې تورم يا انفلاسيون راکم شوي دي. د دوی په خبره، افغانۍ د سارک سازمان د غړو هېوادونو په منځ کې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د غوره ثبات لرونکي پولي واحد په توګه پېژندل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button