سیاست او دولت

د رياست الوزراء سياسي مرستيال : د آسيا پراختيايي بانک دې په افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي

 د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبد الکبير وړمه ورځ  په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د يوناما د بشري چارو له مرستيال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختيايي ټولنې له مشر اندريکا راتوت او مل پلاوي سره وکتل.

 د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبد الکبير وړمه ورځ  په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د يوناما د بشري چارو له مرستيال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختيايي ټولنې له مشر اندريکا راتوت او مل پلاوي سره وکتل.اندريکا راتوت په دې کتنه کې له مرستندويو ادارو سره د اسلامي امارت همکاري، ميليونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې ارزښتناکه وبلله او له دې امله يې مننه وکړه. نوموړي وويل، چې تېر کال د هرات له زلزله ځپليو او له پاکستانه له را اېستل شويو افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وې.اندريکا راتوت زياته کړه، چې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندويو هيوادونو څخه د ۳ ميليارده ډالرو د غوښتنې ، تر څنګ پلان لري د ظرفيت لوړولو په برخه کې هم ترې ۲ ميليارده ډالره وغواړي.نوموړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د دويمې لړۍ پيلېدو ته اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته بايد خپلو مېنو ته د تګ لپاره کافي وخت ورکړ شي او په زور اېستلو ته اړ نه شي.ده د کډوالو په اړه د کابل او اسلام آباد ترمنځ پر خبرو اترو د ټينګار تر څنګ وويل چې نوموړي به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د ياد هيواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.سرچينې همدارنګه له کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري مرستو پر وړاندې خنډ ياد کړ.نوموړي د کاسا زر سيمه ييزې پروژې د پيل په برخه کې هم د اسلامي امارت هڅې وستايلې او زياته يې کړه، چې په افغانستان کې له پانګونې څخه ملاتړ کوي؛ دغه راز د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړيوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دې کتنه کې وويل، چې د پرله پسې وچکالۍ او  اسلامي امارت ته د فقر او لوږې په ميراث پاتې کېدو له امله افغانان بشري، پراختيايي او د ظرفيت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتيا لري. د رياست الوزراء سياسي مرستيال څرګنده کړه، په اوسنيو شرايطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستلو، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زيانمن کړی او ټينګار يې وکړ، چې بايد له کډوالو څخه سياسي ګټه وانه خيستل شي. د رياست الوزراء سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې له آسيا پراختيايي بانک او نورو بنسټونو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button