سیاست

د رياست الوزراء سياسي مرستيال اوکفيل: اسلامي امارت د ولس د سوکالۍ، پرمختګ لپاره هڅې جاري ساتي

د رياست الوزراء کفيل او سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ له يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل.ارګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې مولوي شمس الحديد او قاري خليل د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او ويې ويل: افغان ولس د هر ظالم او مکار دښمن په ماتولو کې خپل مسلمان ورور ته دروازه خلاصه کړې او د اسلامي نظام په راوستلو کې يې هر ډول قربانۍ ورکړي او د ساتنې لپاره يې ولسونه لا ډېرو قربانيو ته چمتو دي. دوی د کوټ ولسوالۍ يو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم د رياست الوزراء له کفيل او سياسي مرستيال سره شريک کړل.ورته مهال د رياست الوزراء کفيل او سياسي مرستيال له دوی څخه د مننې ترڅنګ وويل: اسلامي امارت د ولس همکاري او قربانۍ نه هېروي او په همدې خاطر د ولس د سوکالۍ، پرمختګ او امنيت لپاره شپه او ورځ خپلې هڅې جاري ساتي.مولوي عبدالکبير يادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او مشکلات به يې د اړونده دارو له لوري حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button