اقتصاد

د رياست الوزراء اداري مرستيال: د پانګوالو په وړاندې پراته خنډونه له منځه وړل شوي

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست محمد يونس مومند او د يادې خونې له يو تن غړي حاجي خانجان الکوزي سره وکتل.

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست محمد يونس مومند او د يادې خونې له يو تن غړي حاجي خانجان الکوزي سره وکتل. د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد يونس مومند په دغې کتنه کې په هيواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په دې وروستيو کې يې د اميرالمؤمنين (حفظه الله) له لوري د اعلان شوي مالياتي معافيت هرکلی وکړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست د سوداګرو او پانګوالو د ځاني او مالي امنيت د خونديتوب، په ګمرکونو کې د روڼتيا د رامنځته کولو، د وارداتي اقلامو د کيفيت د تشخيص لپاره د لابراتوارونو برابرول او د اداري فساد له منځه وړل په هيواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په وړاندې هغه فرصت وباله، چې د اسلامي امارت تر سيوري لاندې رامنځته شوی او په بېلابېلو برخو کې په هيواد کې د سوداګرو او پانګوالو د خوشحالۍ او هڅونې لامل ګرځيدلي دي.نوموړي د ترانسپورتي مسايلو او د سوداګريزو توکو د لېږد او د بې کيفيته توکو د تشخيص او ارزونې په موخه د لابراتوارونو د رامنځته کولو برخې ته د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.په ورته وخت کې د رياست الوزراء اداري مرستيال په دغې کتنه کې وويل ،چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو په وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو او دوی ته د لازمو آسانتياوو د برابرولو په موخه هلې ځلې کوي.حنفي زياته کړه، چې د سوداګرو او پانګوالو په وړاندې د ناامنۍ او فساد په څېر اصلي خنډونه له منځه وړل شوي دي. د رياست الوزراء اداري مرستيال له هغو افغان سوداګرو او پانګوالو څخه، چې له هيواد څخه بهر ژوند کوي غوښتنه وکړه، چې بېرته هيواد ته راستانه شي او په خپلې پانګونې او سوداګرۍ سره د افغانستان په پرمختګ او پراختيا کې ونډه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button