ټولنه او کلتور

د رياست الوزراء اداري مرستيال د قوش تېپې ولسوالۍ له ديني عالمانو سره په کتنه کې د ستونزو د حل ژمنه وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي لا وړم مازديګر د جوزجان ولايت د قوش تېپې ولسوالۍ له يو شمېر ديني عالمانو او مجاهدينو سره وکتل.

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي لا وړم مازديګر د جوزجان ولايت د قوش تېپې ولسوالۍ له يو شمېر ديني عالمانو او مجاهدينو سره وکتل.په دې کتنه کې شېخ ذکرالله ذاکري د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اسلامي نظام په ټينګښت او په ټول هيواد کې يې د امنيت پر تامين خوښي وښوده.نوموړي همدارنګه د اسلامي امارت له مشرتابه څخه وغوښتل، ترڅو په دې ولسوالۍ کې د مجاهدينو د وضعيت ښه والي، ښوونې او روزنې، د روغتيايي کلينيکونو او ديني مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قوش تېپې ولسوالۍ د خلکو د قربانيو، زيار او سرښندنو ستاينه وکړه.ده وويل: اسلامي امارت د خلکو د ستونزو پېژندل او له منځه وړل خپله ژمنه بولي او په دې برخه کې به امکاناتو ته په پام لازم اقدامات ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button