
د رياست الوزراء اداري مرستيال: حکومت د ديني عالمانو او د مدرسو داستادانو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي
د رياست الوزراء اداري مرستيال وړمه ورځ د فارياب ولايت يو شمېر نابينا حافظانو او د ديني مدرسو استادانو سره وکتل.ارګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې د ميمنې ښار د دارالحفاظ استاد قاري جان محمد د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او په هيواد کې د امنيت په تامين او د اسلامي نظام پر ټينګښت يې خوښي وښوده.نوموړي زياته کړه: په تېره دوره کې د ښوونې او روزنې د وضعيت پياوړتيا او د حافظانو او ديني مدرسو استادانو ته هېڅ پاملرنه نه وه شوې او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه يې دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي په اسلامي روحيه د هيواد د بچيانو د روزنې په برخه کې د حافظانو او ديني مدرسو استادانو د زيار او هڅو ستاينه وکړه.نوموړي وويل: اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د خلکو او په ځانګړي ډول د ديني عالمانو او دمدرسو داستادانو د ستونزو دحل لپاره هڅې کوي.