اقتصاد

د رياست الوزراء اداري مرستيال: افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي

د اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کانونو داستخراج او ساختماني موادو د توليد د يوه کورني شرکت له رئيس صفي الله سره ليدنه وکړه.

د اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کانونو داستخراج او ساختماني موادو د توليد د يوه کورني شرکت له رئيس صفي الله سره ليدنه وکړه.په پيل کې د دې شرکت رئيس د خپلو کړنو، فعاليتونو، کاري مخينې او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونيت ته معلومات ورکړي او ويلي يې دي، چې دغه شرکت د کانونو د استخراج او د ساختماني موادو د توليد په برخو کې فعاليت لري او د امنيت او ثبات او د سرشارو معدني موادو د ذخيرو موجوديت او همداراز په افغانستان کې د کانونو د استخراج او د ساختماني موادو د توليد په برخو کې د آسانتياوو او زمينې برابرېدلو له وجې غواړي هېواد کې پانګونه وکړي.مولوي عبدالسلام حنفي د ياد شرکت رئيس ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي، چې د ټولو فعاليتونو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره د امنيت موجوديت ځانګړي اهميت لري او له بل لوري افغانستان د معدني موادو په برخو کې بې‌ ساري ذخاير او منابع لري، چې په دې برخه کې دغه موضوع هم ډېره مهمه ده.نوموړي زياته کړې، چې د سوداګرو، شرکتونو او پانګوالو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی، ترڅو په مختلفو په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج او د توليدي کارخونو جوړولو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.د رياست الوزراء اداري مرستيال ويلي، چې اسلامي امارت د مختلفو شرکتونو له پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button