
د رياست الوزراء اداري مرستيال:سياسي استازولۍ دې له نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې اړيکې زياتې کړي
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ په تهران کې د افغانستان داسلامي امارت له سفير مولوي فضل محمد حقاني او د ياد سفارت له سکرتر مفتي محمد عليم نوراني سره وکتل.ارګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې په ايران کې د افغانستان داسلامي امارت دسفارت سرپرست په هغه هيواد کې د افغان کډوالو د وضعيت، د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو او همدارنګه کډوالو ته د رسېدنې په اړه د رياست الوزراء اداري مرستيال ته معلومات ورکړل او کډوالو ته يې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش او د آسانتياوو برابرولو يادونه وکړه.ده د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه وغوښتل ،چې پورتنيو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي. د سفارت سرپرست د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو وضعيت ته په اشارې وويل: دا مهال د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې په ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي ولاړې دي او هغوی کوښښ کوي، چې دا اړيکې زياتې پراخې شي.ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د هغوی د خدمت په موده کې د دوی کړنې او لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل: د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډيو، د سيمې او نورو هيوادونو سره د نېکو اړيکو، پر متقابل درناوي او تعامل ولاړې اړيکې غواړي او د اسلامي امارت استازولۍ دې په دې برخه کې زياتې هڅې وکړي.د رياست الوزراء اداري مرستيال د کډوالو موضوع له مهمو او نړيوالو مسايلو څخه وبلله او د افغانستان د سفارت سرپرست ته يې سپارښتنه وکړه ،چې په ايران کې مېشتو هيوادوالو ته د آسانتياوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خپلې زياتې هڅې وکړي.