سرلیکنې

د روژې حقيقت او د روژه لرونکي مسئوليت!

روژه د اسلام له پنځو ارکانو څخه درېيم فرضي رکن دی، چې نه یوازې پر محمدي امت فرض ګرځول شوې، بلکې د اسلامي ارشاداتو له مخې روژه پر پخوانيو امتونو باندې هم فرض شوې وه.

روژه د اسلام له پنځو ارکانو څخه درېيم فرضي رکن دی، چې نه یوازې پر محمدي امت فرض ګرځول شوې، بلکې د اسلامي ارشاداتو له مخې روژه پر پخوانيو امتونو باندې هم فرض شوې وه.

الله پاک په قرانکریم کې فرمایلي دي:

 ژباړه: ای مومنانو! روژه پر تاسې فرض ګرځول شوې ، لکه څرنګه چې فرض ګرځول شوې وه له تاسې د مخه په نورو امتونو، ددې لپاره چې تاسو تقوا دار شئ.

 روژه د ورځې له خوا يوازې له خوراک او څښاک څخه امتناع او پرهیز ته نه ویل کیږي، بلکې د روژه دار هر اندام باید له ټولو شرعي منهیاتو څخه روژه وي، پر غوږونو داسې څه وانه وري چې د الله پاک ناخوښي او معصیت پکې نغښتی وي، لکه: غیبت، بهتان ، سندرې او ورته نورې معاصي. په ژبه هم باید روژه وي ، درواغ ونه وایي ، د چا غیبت ونه کړي، په روژه کې په چا پسې بهتان يا تور ونه تړي، دغه کړنې د روژې ثواب کموي، ځېنې کسان دی ته پاملرنه، نه کوي چې روژه دي، څه چې په خوله ورشي وايي يې او ځينې خو لا پړه هم پر روژه ور اچوي چې ګواکي روژه یم، مغزو او فکر می کار ونه کړ، چې دا بیا د (عذر بدتر از ګناه) مصداق دی.

سترګې هم باید روژه وي او روژه دار داسې څه ته باید ونه ګوري چې روژې ته یې زیان پيښوي، لکه په اوسنۍ تکنالوژۍ کې ناوړه فلمونه او قبیح تصویرونه، چې د انترنیت له لارې لیدل کېږي. نفس هم باید روژه وي، روژه لرونکی بايد د نفساني خواهشاتو تر هوس لاندې رانشي او د دې ترڅنګ پر زړه هم باید روژه وي، د دنیا محبت ته په زړه کې ځای ورنه کړي ، ځکه روژه د ازمایښت او له شیطاني هوس څخه د خلاصون اوله شیطان سره دمبارزې داسې میاشت ده چې د شرعي منهیاتو په مقابل کې د روژه لرونکي مقاومت پکې معلومیږي. له بل پلوه روژه دیوه نازولي میلمه په توګه په کال کې یوځل د یوې میاشتې لپاره پر مسلمانانو راګرځي، نو پر هر مسلمان لازمه ده چې د روژې له اصولو سره سم د دغې الهي فریضې درناوی اوپه اخلاص یې میلمه پالنه وکړي.

روژه د برکتونو او ثوابونو میاشت ده او قرانکریم هم د روژې په میاشت کې را نازل شوی دی، د روژې له ټولو لویه ښېګڼه داده چې هېڅکله روژه لرونکي ته ځور نه ورکوي. دغه مياشت د قمري (سپوږمیز) تقویم له مخې د کال په څلورو فصلونو کې خوځنده او ګرځنده ده، که پر لمریز تقویم دغه مياشت د اوړي په ګرمۍ کې ثابته شوې وای ، نو دا به روژه لرونکي ته ډېره ګرانه تمامه شوی وای خو دا چې کله اوړی ،  کله مني، بیا ژمي او کله هم د پسرلي په موسم کې راځي دا پر مسلمانانو بله لویه لورينه ده، لنډه دا چې الله جل جلاله نه یوازې په روژه، بلکې د ټولو دینې مناسکو په اداء کې پر خپلو بندګانو داسې سختې نه ده کړې، چې مسلمان یې پر اداینه ونه توانیږې اویا یې ډېر کمزوري کړي ، الله پاک د اسلام ټول احکام د خپلو بندګانو له توان او زغم سره سم عیار کړې دي، د ضرورت پروخت یې هغو کې هم نرمښت راوستي او د اقتصادې کمزورتیا په صورت کې یې د اسلام له پنځو بناوو څخه دوه رکنه (حج او زکات)  دواړه ورته بښلې هم دي.

 روژه نه یوازې معنوي ښېګڼې لري، بلکې په جسمي لحاظ هم روژه د روغتیا تضمینوونکې ده، ځکه په دې میاشت کې نفس په روحاني ډول تزکیه او بدن په فزیکي ډول تصفیه کیږي ،نو د هغه چا نفس چې د روژې  مبارکې میاشتې په برکت تزکیه شوي وي، د الهي قرب سبب کیږي او کله چې نفس تزکیه شو ،نو د روژه لرونکي په اراده او نیت کې هم مثبت بدلون راځي ، چې دا بدلون د هغه د اعمالو کنترول را منځته کوي او روژه دار په مستقیمه اوسمه لاره سیخوي اوکله چې یوڅوک د الله جل جلاله پر لاره روان شي او د الله پر احکامو عمل وکړي، يو بشپړ مؤمن مسلمان ترې جوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button