ټولنه او کلتور

د روږديتوب له خلاصون وروسته، د رضا شېرزاد په لاس ليکل شوي قرآن عظيم الشان

رضا شېرزاد د کابل ښار هغه ځوان اوسېدونکي دی، چې له پنځلسو کلونو روږديتوب وروسته، عادي ژوندانه ته راستون شوی او دغه ښکلي قرآن عظيم الشان يې ليکلی دی.

رضا شېرزاد د کابل ښار هغه ځوان اوسېدونکي دی، چې له پنځلسو کلونو روږديتوب وروسته، عادي ژوندانه ته راستون شوی او دغه ښکلي قرآن عظيم الشان يې ليکلی دی.
هغه شاوخوا پنځلس کاله په نشه يي توکو روږدی و، خو د اسلامي امارت په راتګ سره، د دې شومې پديدې له لومې څخه ژغورل شوي دي.هغه د اسلامي امارت له مسئولينو څخه مننه وکړه چې ژوندانه ته په بېرته رستنولو کې يې ورسره مرسته وکړه.

هغه د خپل روږديتوب کيسه داسې بيان کړ: زه د برق له څانګې فارغ شوی يم او د پوهنتون په دويم کال کې مې روږديتوب ته مخه وکړه او له بده مرغه د ناوړه ملګرو له لوري مې د خپل عمر تر ټولو ښه کلونه په بې ارزښته توکو تېر کړل.رضا وويل: د قرآن عظيم الشان د ليکلو انګېزه زموږ په وجود کې يو طبيعي څيز دی؛ موږ مسلمانان يوو او پر دغه کتاب کلکه عقيده لرو.ده، دغه قرآن عظيم الشان د عزيز غريب نواز په مالي ملاتړ او د خپلو هغو ملګرو په همکارۍ ،چې په نشه يي توکو روږدی وو او اوس يې عادي ژوند غوره کړی؛ د يوه کال په موده کې ليکلی دی.

شېرزاد د افغانستان اسلامي امارت له ملاتړ او هڅولو څخه مننه وکړه او له اسلامي امارت څخه يې وغوښتل، هغو ځوانانو ته چې په نشه يي توکو روږدي دي؛ درملنې ته يې زياته پاملرنه وکړي.
همدا رنګه، د هيواد پر ځوانانو غږ وکړ، چې د خپل دولت ترڅنګ خپل ژوند ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي او د دغه وزارت يو شمېر مسئولينو، د شېرزاد د دغه نوښت د ستايلو په موخه د رضا کور ته ورغلل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وويل: موږ د دې هدف لپاره دلته راغلي يوو، چې دغه زموږ هيوادوال چې کوم نوښت او ابتکار کړی، دی تقدير کړو.
مهاجر فراهي، رضا شېرزاد ته د نقدي مرستې ترڅنګ، ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ورته کاري زمينه هم برابروي.

دغه راز د ديارلسمې ناحيې رئيس محمد حامد اميري، د کابل ښاروالۍ په استازيتوب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو له معين څخه، د رضا شېرزاد د ملاتړ او مرستې له امله مننه وکړه.

د رضا شېرزاد په لاس ليکل شوی قرآن عظيم الشان پر بشپړېدو باندې شاوخوا ۵،۱ يو اعشاريه پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی ، چې يو متر اوږدوالي، ۸۰ سانتي متره پلنوالي او ۱۶۸ پاڼې لري. د دغه قران عظيم الشان خطونه د عثمان طه او ايراني نسخ په ترکيب او په «R –paper» کاغذ کې ليکل شوي دی، چې هره صفحه يې ۲۱ کرښې لري.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دغه مبارک قرآن شريف مخکتنه وشي.

د يادونې وړ ده، له هغه وخته چې د افغانستان اسلامي امارت په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې تکل کړي دي؛ د رضا په شان لسکونه کسان له دغې شومې پديدې څخه خلاص او عادي ژوندانه ته را ګرځېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button