روغتیا

د روغتيا نړيوال سازمان: د پوليو مخنيوی پر واکسين کېدای شي

پرون د اکټوبر ۲۴مه د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ يا پوليو پر ضد د کمپاين نړيواله ورځ وه. د روغتيا نړيوال سازمان په دې مناسبت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې پوليو علاج نه لري، خو مخنيوی يې د واکسين په وسيله کېدای شي.

پرون د اکټوبر ۲۴مه د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ يا پوليو پر ضد د کمپاين نړيواله ورځ وه. د روغتيا نړيوال سازمان په دې مناسبت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې پوليو علاج نه لري، خو مخنيوی يې د واکسين په وسيله کېدای شي. ډبليو ايچ او، نږدې دوه مياشتې مخکې په افغانستان کې د پوليو د مثبتو پېښو د زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی و. په افغانستان کې په دې وروستيو کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي ،چې ټولې په ننګرهار کې وې. دا ناروغي له افغانستان او پاکستان پرته په نوره نړۍ کې تقريباً له منځه تللې ده. دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې د پوليو پرضد د واکسين کمپاين پيل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button