روغتیا

د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره خپله مرسته ډېره کړې

د روغتيا نړيوال سازمان «who» افغانستان کې د غوره روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار د روغتيا وزارت اړوندو ۲۵ روغتونونو سره د طبي او نورو توکو مرسته ډېره کړې ده.ياد سازمان به د روانې سپټمبر مياشتې له لومړيو تر راتلونکو درېوو مياشتو څه باندې ۴۰۰زره کسانو ته درمل، طبي تجهيزات او نور روغتيايي خدمتونه برابر کړي.د روغتيا نړيوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ، افغانستان کې د ملاريا درملنې تشخيص لپاره امکانات نشته او غوښتنه يې کړې ،چې روغتيايي مرکزونو ته دې په منظمه توګه د ملاريا ددرملنې درمل او نور توکي ولېږدول شي.د ياد سازمان په وينا: که دغهa تشه ډکه نه‌شي، افغانستان کې د ملاريا ناروغي د خپرېدو ګواښ ژوندی دی.په راپور کې راغلي چې د روغتيا نړيوال سازمان له ۵۴ نورو بنسټونو سره د افغانستان د ۳۳۳ ولسواليو په ۷۹۷ روغتيايي مرکزونو کې څه باندې يو ميليون او ۵۰۰زره کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړې دي.د خپور شوي راپور پر بنسټ ياد سازمان د ۲۹ ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې ۳۱۹زره او ۶۸ کسانو ته د ۲۲۶ روغتيايي مرکزونو پرمټ بېلابېل روغتيايي خدمتونه رسولې دي.د روغتيا نړيوال سازمان همداراز په کندهار او ارزګان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه هم جوړ کړی، چې ۱۰۰ او ۲۰ بستره لري.د ياد سازمان په راپور کې همداراز راغلي، پر خوارځواکۍ د اخته پنځه‌زره او۹۶۳ کسانو له ډلې چې ۲۸۶۲ يې نجونې او ۳۱۰۱ يې هلکان دي، د روغتيا نړيوال سازمان په ۱۳۰ روغتيايي مرکزونو کې بستر او درملنه يې شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button