روغتیا

د روغتيايي چارو کارپوهانو: که د روغتيايي سپارښتونو په اړه کورنيو ته پوهاوی ورکړلړی ناروغۍ به کمې شي

 د پروان اوسېدونکي په دې ولايت کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ د ساري ناروغيو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي.د پروان د غوربند درې اوسېدونکي شمعريز خان چې خپل دوه اولادونه يې د درملنې لپاره د پروان ملکي روغتون ته راوړي، وايي : ماشومان هر وخت ناروغ وي او ډاکټران هم د سمې درملنې او تشخيص پرځای ناروغانو ته د ارام درمل ورکوي.ده وويل:  (( ډاکټران ناروغان سر سري معاينه کوي او ټولو ته پرسټامول ورکوي. درمل نشته. نور درمل ليکي او بهر څخه يې بايد راوړې. بهر درملتونونه يې راباندې زر او ۱۲۰۰ خرڅوي. کور له درملو ډک دی او ناروغ هم نه ښه کېږي.))د پروان بل اوسېدونکی عبدالقدوس وايي ،چې د بې‌کيفيته درملو او د ډاکټرانو د نشتون له امله يې نه يوازې ناروغان نه ښه‌ کېږي، بلکې هره ورځ يې ناروغۍ هم ډېرېږي.نوموړي وويل:  ((د پروان ملکي روغتون ته راغلي يم. اولادونه مې پر شري، چيچک او نورو ناروغانو اخته دي، وايي: يوې ناروغۍ ته هم درمل نه لري. دی زياتوي، هغه نسخه چې درمل يې په ټيټه بيه وي، د روغتون دننه او هغه نسخې چې درمل يې په لوړه بيه وي، له روغتونه بهر ته يې راجع کوي.د پروان دغه اوسېدونکي د دغه ولايت ملکي روغتون کې د ناروغانو ستونزې ته د نه رسېدنې له امله شکايت کوي او وايي: (( مرګ ته نږدې وي، بيا دې غم خوري، ګنې څوک دې پوښتنه هم نه کوي.))په همدې حال کې د پروان ۱۰۰بستريز تخصصي روغتون سرطبيب عبدالخليل حيدري وايي، چې تېرو دوو مياشتو کې څه باندې ۳۱۰۰ ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي او پر بېلابېلو ناروغيو اخته وو، دغه روغتون ته راوړل شوي دي.نوموړي په خپلسرې توګه د درملو کارونه، په کوچنيوالي کې د واکسين ناسم تطبيق او د کورنيو د عامه پوعاوي ټيټه کچه له هغو لاملونو بولي، چې له کبله يې ماشومان پر دې ناروغيو اخته شوي دي.

هغه ماشومان، چې د پروان ملکي روغتون ته راوړل شوي، ډېريې پر اسهالاتو، ديهايدرېشن، ويروسي هپاتېټ او شري ناروغيو اخته شوي دي.د حيدري په وينا: که وضعيت همداسې دوام وکړي او پر ساري ناروغيو د اخته کسانو ګراف همداسې لوړ روان وي، د پروان ملکي روغتون کې به د ناروغانو د بستر لپاره ځای پيدا نه‌شي.د روغتيايي چارو کارپوهانو په وينا: که د واکسين پلې‌کېدو کمپاينونه په سمه توګه پلې شي او د روغتيايي سپارښتنو په اړه کورنيو ته عامه پوهاوي ورکړي، ساري ناروغۍ به کمې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button